په پاکستان کې ولي طلاق ډېر شوی؟
۱۳۹۹ دی ۲, سهشنبهپه پاکستان کې د طلاق کچه په خواشینونکي ډول لوړه شوې ده. یوازې د کراچۍ ښار په محکمه کې د طلاق نږدې ۱۵۰۰۰ قضیې ثبت شوي دي. طلاق اوس په یوې ټولنیزې مسئلې اوښتی دی چې د کورني نظام ریښې یې زیانمنې کړي دي.
دیني عالمان په خپلو تقریرونو کې اکثره وخت د دې پړه پر لویدیځو رسنیو او باليووډ ور اچوي. له تیرو څو میاشتو راهیسې په دې ارتباط ځيني پاکستاني ډرامې هم له انتقاد سره مخامخې شوي دي. پر دې ډرامو یا سیریالونو تور لګول کیږي چې په ټولنه کې بې حیایۍ خپروي.
یقیناً د خلکو په نظر بدلولو کې میډیا خپل رول لوبوي، خو ځيني کارپوهان بیا پړه په ټولنه کې د زغم پر نشتوالي ور اچوي.
یو مستحکم کورنې نظام دی چې د انسانانو د نسل بقا، د ماشومانو روزنه او پالنه او پر سم لور د هغوی د تربیه کولو په برخه کې اساسي نقش لوبوي. ناکام واده یوازې د دوو افرادو ترمنځ د بیلتون په معنی نه دی، بلکې دا د دې کورنۍ پر راتلونکو نسلونو هم ډیر ناوړه اغیزې پریږدي.
ډير لوړ توقعات
تاسې به له مېندو اوریدولي وي چې وایي زه د خپل زوی یا لور واده په داسې یو با رسوخه کورنۍ کوم چې نړۍ ورته حیرانه پاتې شي. دومره ښایسته اینګور راولم چې خلک ورته ګوته په غاښ پاتې شي. خو په هر صورت خلک خپلې خبرې بیا هم کوي.
کله چې ستاسې لومړيتوب خلکو ته ځان ښودنه او د خلکو خوشحاله کول وي، بیا نو پاتې مسائل په پسمنظر کې پاتيږي. د نجلې کردار تر ټولو مهم وي، خو دلته د هغې شتمني په پام کې نیول کیږي. د نجلې د انتخابولو په وخت کې د سیرت پر ځای د هغې ظاهرې ښکلاء ته ترجیح ورکول کیږي، په داسې حال کې چې موږ ټول په دې پوهیږو چې ښایست د تل له پاره نه پاتيږي.
د نجلې د انتخابولو پر وخت باید د هغې اخلاق په پام کې ونیول شي، ځکه همدا یي بیا د ماشومانو د تربیې مسئولیت پر غاړه اخلي.
د خيښۍ یا خپلوۍ کولو پر مهال چې کله مطابقت، تفاهم او همغږي په پام کې نه وي نیول شوې، نو نتیجه بیا د طلاق او یا هم د خلکو د شرم له امله د یوه مصلحت پر اساس د قید په شکل کې ژوند پر مخ وړل کیږي.
د ښځو په محفلونو کې د خپلو مړونو شکایت کول د بحث تر ټولو په زړه پورې موضوع وي. د خواښې په شکایت کولو سره د میړه د قابو کولو پر ستراتیژۍ هم غور کیږي. کله چې په یوې خپلوۍ کې همغږي، محبت او اخلاص نه وي، بیا نو همدا وضعیت حاکم وي.
واده زموږ په ټولنه کې یو بشپړ ساينس دی، چې د درملنې کار هم ترې اخیستل کیږي. د طلاق د زیاتیدو یو بل دلیل هم دا دی کله چې د یو چا زوی یا لور د ذهني انتشار له کومې ستونزې سره مخامخ وي، نو ډیر په آرامه ورته مشوره ورکول کیږي چې واده ورته وکړه، هر څه به سم شي.
که کوم هلک ډیر بې مسئولیته وي، نو علاج يې هم په واده کې لټول کیږي او په ډیرو ساده ټکو ویل کیږي کله چې مسئولیت یي په غاړه شي، پخپله سمیږي. اوس نو که دغه کس له واده نه شل کاله وروسته د مسئولیت احساس پيدا کړي، او په دې منځ کې ښځه او ماشومان د جلا کیدو پریکړه وکړي، نو آیا میډیا به د دې مسئوله وي؟
بیا نو اصلې خبره څه ده؟
طلاق د دې له پاره په یوې ټولنیزې معضلې د اوښتو په حال کې نه دی چې بې حیايي، مالي مشکلات او د زغم نشتون مخ پر ډیریدو دی. دغه اړخ هم به په خپل ځای کې تر یوې اندازې رول ولري، خو دې ته د مسئلې ريښه نه شي ویل کیدای.
په اصل کې دا مسئله زموږ د اجتماع د ټولنیز چوکاټ د پاشل کیدو له امله رامنځته کیږي. خودخواهي او مخ پر ډیریدونکي ډول ماده پرستي د رشتو په کمزورې کولو او خرابولو کې هم رول لوبوي.
په اوس وخت کې د ارتباطاتو ارزښت کم او د مادي امکاناتو اهمیت زیات شوی دی. زموږ لوړمړيتوبونه او تعلقات زموږ په ګټو پورې تړلي دي. موږ د ځان ښودنې او ماده پرستۍ په داسې یو دليل کې د ډوبیدو په حال کې یوو، له کومه چې را وتل ناممکن بریښي.
ناممکن د دې له پاره چې شاید موږ فکر کړی وي چې ژوند همدا دی. موږ ټول د دې ټولنیزې بدبختۍ مسئول یوو. د ټولنې د دې وضعیت بهترول د بل چا نه، بلکې زموږ په خپلو لاسو کې دی.
پاکستانۍ لیکواله: طاهره سید
ش.ن/ ن.ز