تورخم: د نښتو له کبله د سيمې اوسيدونکي تېښتې ته اړ شوي
۱۴۰۳ اسفند ۱۴, سهشنبهيوه پاکستاني چارواکي ويلي دي چې نن، سه شنبه سهار وختي دپاکستاني عسکرو او افغان طالبانو ترمنځ د نښتو له کبله سرحد ته د څېرمه پرتې سيمې اوسيدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
دا په تورخم کې د پرله پسې متقابلو ډزو دويمه ورځ ده. د تورخم لاره چې د فیبرورۍ مياشتې له ۲۱مې نیټې راهېسې تړل شوې ده، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو مهم لاره ده.
اړونده موضوع: په تورخم کې د پاکستان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې
دغه پاکستاني چارواکي چې د نوم نه بربنډولو په شرط یې خبرې کولې، وويل چې دوشنبه د شپې ډزې د سيمې د اوسيدونکو د وېرې او وار خطايي باعث شوې.
په داسې حال کې چې دواړو لوريو پر يو بل د درنو او سپکو وسلو ډزې کولې چې دوی خوندي ساحو ته پناه يوړله.
دغه چارواکو وویل چې تقريباً ۱۵۰۰ ځايي اوسيدونکو د نښتو له کبله لنډي کوتل سيمې ته پناه وړې ده. دې چارواکي زياته کړه چې افغان پوله ساتونکو پرته له خبرداري فېرونه پېل کړل او حکومتي او ملکي ودانۍ یې په نخښه کړې چې دا څه په خلکو کې د وېرې باعث شول.
د علي شينواري، په نوم د سيمې يوه اوسيدونکي د رويترز خبري آژانس ته وويل: «د دواړو هېوادونو ترمنځ ترنګلتياوې او د سرحد په دوامداره توګه تړلو د سرحدي سيمې اوسيدونکو ته يو شمير ستونزې جوړې کړي دي. د دې ځای خلک ډېر بې وزله دي او له پولې سره په تړلې سوداګرۍ باندې تکيه کوي.»
اړونده موضوع: پاکستان: امنيتي ځواک د افغانستان پولې ته څيرمه لس وسله وال وژلي
نوموړي زیاته کړه چې په نږدې پراته ښارګوټي کې خپلوان او قبايل د سرحد له تړل کيدو راهېسې د يو شمير کسانو او خپلو خپلوانو کوربتوب کوي.
دغه پاکستاني چارواکي وويل: «وضعيت ترنګلی دی او امنيتي تدابير کلک کړل شوي دي.» د دې چارواکي په خبره په دې تازه نښتو کې د پاکستان د امنيتي ځواک درې غړي ټپيان شوي دي. ملکيانو ته په دې ترڅ کې تلفات نه دي رسېدلي
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع، د سې شنبې په ورځ وويل چې چارواکي به د خبرو له لارې د دې شخړې د هوارولو په برخه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
په ماضي کې دواړو هېوادونو د تورخم او همدا راز په جنوب لویدیځ کې د چمن سرحدي لارې کله نا کله تر نښتو يا هم د يو اړخیزو فیرونو له کبله تړلي وې. دا سرحدي لارې په وچه کې د راګیر هېواد افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او خلکو د تګ راتګ له پاره حياتي ارزښت لري.