پاکستان: د ژغورونکو د کښتۍ اوښتو په پېښه کې پنځه تنه مړه شوي
۱۴۰۴ شهریور ۱۶, یکشنبهپاکستاني چارواکو د یکشنبې په ورځ (د سپتمبر ۷مه) وویل چې په پنجاب ایالت کې د سېلابونو پر مهال د ژغورنکو یوه کشتۍ اوښتې چې په پایله کې ېې یوې۷۰ کلنې ښځې او څلورو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پنجاب ایالت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر، عرفان علي کاټهيا، وویل: «دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د ژغورنې ۱۱۲۲ کښتۍ تر اوبو لاندې یو شي باندې ولګېده.»
هغه وویل پېښه د شنبې په ورځ ناوخته رامنځ ته شوه: «په دغه پېښه کې لس نور کسان وژغورل شول خو له بده پنځو تنو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.»
اړوند نور ولولۍ: پاکستان: سېلابونو د پنجاب ایالت په زرونو کلي لاندې کړي؛ اقتصاد ته سخت خطر متوجې دی
د تېرې اوونۍ موسمي وروښتونو په نتیجه کې په درو مهمو سیندونو کې چې د پنجاب ایالت له منځه تېریږي، د اوبو سطحه ډېره لوړه شوه. پنجاب د پاکستان د کرهڼيزو ځمکو درلودونکی ایالت او د دغه هېواد د ټول ۲۵۵ میلیونه نفوس د نیمايي برخې کور دی.
د سېلاب له اوبو ډک سیندونو تر ډېره نژدې کلیوالي علاقې او موسمي ورښتونو بیا ښارې علاقې اغیزمنې کړي چې په هغو کې د پاکستان د دوهم ستر ښار لاهور څو برخې هم شاملې دي.
اړوند نور ولولۍ:پاکستان: په پنجاب کې د سېلابه د خطر له کبله په سونو زره کسان خوندي ځایونو ته انتقال شوي
که څه هم په پاکستان کې د موسمي ورښتونو اوبه د کروندګر یوه مهمه اړتیا ده او دوی پرې متکي دي، خو اقلیمي بدلون دغه پديده په ټوله سیمه کې بې نظمه او مرګونې کړې ده.
په پاکستان کې د سږکال موسمي ورښتونه په جون کې پیل شوي چې تر اوسه له هغو سره په تړلو پېښو لکه سېلابونو او ځمکې ښوېدونو کې له ۸۵۰ ډېر کسان مړه شوي دي.