المان نور د مهاجرت له پاره تر ټولو محبوب هیواد نه دی
۱۴۰۴ فروردین ۱۷, یکشنبهد «ولټ ام زونټاګ» المانۍ ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې د اروپايي اتحادیې د کمیسیون یوې څیړنې چې د اپریل میاشتې په دویمه نیټه بشپړه او محرم طبقه بندي شوې ده، د ناروی او سویس پرته په اروپایي اتحادیه کې د مهاجرتوضعیت یې ارزولې دی.
دغه څیړنه چې یوه نسخه یې د دغې ورځپاڼې لاس ته رسیدلې ده ښيې چې په دې وروستیو کلونو کې المان د لومړي ځل له پاره نور نو د اروپايي اتحادیېد پناهندګۍ غوښتنلیکونو د نوملړ په سر کې ځای نه لري.
فرانسه اوس د روان میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د مارچ تر ۳۱ نیټې پورې د پناه غوښتنې د ۴۰۸۷۱ غوښتنلیکونو له ثبتولو سره، په دې برخه کې تر ټولو مخکې ده. تر دې وروسته هسپانیې د پناه غوښتنې له ۳۹۳۱۸ غوښتنلیکونو سره په دویم مقام کې ځای نیولی دی.
په المان کې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۳۷۳۸۷ د پناهندګۍ غوښتنلیکونه ثبت او راجستر شوي دي چې دا د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۴۱ سلنه کموالی ښيې.
د دغو شمیرو له مخې پولنډ له یوازې ۲۲ او سلواکیا د پناه غوښتنې له ۳۷ غوښتنلیکونو سره د دغه نوملړ په پای کې ځای نیولی دی. دغه دواړه هیوادونه د مهاجرت ډیر سخت سیاست تعقیبوي.
د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د سویس او ناروی په ګډون په اروپایي اتحادیه کې تر ټولو ډیر پناه غوښتونکي د ونزیویلا هیواد و چې مجموعي شمیر یې ۲۵۳۷۵ ته رسیږي. تر دې وروسته بیا افغانستان له ۲۱۵۲۴ غوښتنلیکونو او سوریه له ۱۵۱۳۷غوښتنلیکونو سره په ترتیب دویم او دریم مقام کې ځای نیولی دی.