«په ملیونونو انسانان له لوږي د مرګ له خطر سره مخامخ دي»
۱۴۰۰ فروردین ۳۱, سهشنبهپه لسونو خیره سازمانونو په یوه ګډ سرخلاصي لیک کي د ټولي نړۍ له حکومتونو څخه په تاکید سره غوښتي دي چي د غریبانو او لوږي سره مخامخ خلګو سره مرستي وکړي.
په دغو ۲۰۰ خیریه سازمانونو کي پر نورو سربيره د کوچنیانو د ملاتړ، پاملرني او اسلامي مرستو سازمانونه شامل دي.
نوموړو سازمانونو په خپل سرخلاصي لیک کي شکایت کړی دی چي د هغو ۷،۸ ميلیونو ډالرو تخمیني پیسو څخه چي له لوږي سره د مبارزې په خاطر ملګرو ملتونو د سږکال له پاره په پام کي نیولي وې، تر اوسه پوري یې فقط ۵ فیصده حواله سوي دي.
د هغوی په حواله، له لوږي سره مخامخ خلګو تعداد په سرعت سره لوړیږي. دغو سازمانونو همدارنګه ویلي دي چي وسله والي نښتي، اقلیمي بحران، عدم مساوات او اوس بیا د کرونا وبا په ټوله دنیا کي د حکومتونو د قاطع مداخلې پرته د بې حده ډیري لوږي او قحطۍ سبب ګرځېدلي دي.
په ټوله نړۍ کي ۳۴ ميلیونه نجوني، هلکان، ښځي او نارینه به ډیر ژر له سختي لوږي سره مخامخ او د مرګ سرحد ته به ورنژدې سي. د ملګرو ملتو د ارقامو پراساس همدااوس په ۵۸ هیوادونو کي ۱۷۴ ميلیونه انسانان کافي خواړه نه لري او اټکل کوي چي د هغوی تعداد به د همدې کال په جریان کي ۲۷۰ ميلیونو انسانانو ته لوړ سي.
په افغانستان، یمن، ایتوپیا، جنوبي سوډان، بورکینا فاسو، کانګو، هندوراس، وینزویلا، نایجریا او هایتي کي مرستندویان همدااوس بې له وقفې او ستړیا څخه کوښښ کوي، چي هره ورځ خلګ وژغوري.
په ګډ لیک کي راغلي دي چي «دغه خلګ وږي کیږي نه، بلکي قصداً له لوږي سره مخامخ کیږي.» په خبره یې د هغوی څخه ددې امکانات اخیستل کیږي چي د خپل ژوندانه ضروریات پخپله پوره کړي. په دې جریان کي بیا تر ټولو دمخه نجوني او ښځي ډیري کړیږي.
د همدې کال په فبرورۍ میاشت کي د ملګرو ملتونو سازمانونو د محتاجو او لوږي سره مخامخ خلګو له پاره د ۵،۵ ميلیونه ډالره اضافه پیسو غوښتنه وکړه. په ګډ لیک کي راغلي دي چي دغه اندازه پیسې د ټولي نړۍ د یوې ورځي نظامي مصارفو سره برابري دي.«