پاکستان: ایران دې زمونږ د اتباعو قاتلان ونیسي
۱۴۰۴ فروردین ۲۴, یکشنبهد پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له ایراني چارواکو څخه وغوښتل چې د ایران په سیستان بلوچستان ولایت کې د وژل شوو اتو پاکستاني کارګرو چې په ډزو وژل شوي وو، قاتلان ونیسي.
د پاکستان لومړي وزیر په هغه اعلامیه کې چې د یکشنبې (د اپریل میاشتې ۱۳ نیټه) په ورځ یې د دفتر له خوا خپره شوې ده ویلي: «د ایران حکومت باید بې له ځنډه د دې جنایت عاملین ونیسي، هغوي دې په عادلانه ډول مجازات او د دې وحشیانه اقدام دلایل دې ټولو ته ښکاره کړي.»
شریف له ایراني چارواکو څخه وغوښتل چې خپلو کورنیو ته د وژل شوو کسانو د مړو سپارلو له پاره دې لازم ترتیبات ونیسي.
په اسلام آباد کې د ایران سفارت هم په سیستان بلوچستان ایالت کې د اتو پاکستاني اتباعو وژنه «غیر انساني او بزدلانه عمل» بللی دی او په کلکه یې غندلی دی.
د ایران سفارت په هغه اعلامیه کې چې د یکشنبې په ورځ یې خپره کړې ده ترهګري «د ټولې سیمې له پاره ګډ ګواښ» بللی او ویلي یې دي چې د افراطیت او ترهګرۍ د ریښو لمنځه وړلو له پاره باید ټول هیوادونه په مشترک ډول کوښښ وکړي».
د شنبې په ورځ ناپيژنده وسله والو کسانو پر هغه ځای چې پاکستاني کارګر په کې ویده ول برید وکړ، د هغوي پښې او لاسونه یې وتړل او بیا یې پرې ډزې وکړې. د رپوټونو په حواله ټول اته تنه کارګر وژل شوي او برید کوونکي د پيښې له ځای څخه په تیښته بریالي شوي دي.
د «حال وش» انټرنټ پاڼې چې د سیستان بلوچستان خبرونو ته پوښښ ورکوي تیره ورځ خبر ورکړی و چې په وژل شوو کې پنځه تنه یې د پاکستان د پنجاب ایالت اوسیدونکي ول.
د «بلوچستان ازادي بخښونکي پوځ» په نوم وسله والې ډلې چې له پاکستان څخه د بلوچستان د جلا کولو له پاره جنگیږي د دې ترهگریز برید مسئولیت منلی دی.