د آلمان د ځينو تازه راغلیو افغانانو په اړه څېړنه پېل کړې
۱۴۰۴ فروردین ۲۹, جمعهدغه اته قضيې د هغو افغانانو له ډلې څخه دي چې د آلمان حکومت د ژمنې پر اساس تازه دغه هېواد ته راانتقال شوي دي.
د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، آلماني چارواکو د پنجشنبې په ماښام (۲۰۲۵م کال د اپریل ۱۷) وویل چې دغه هيواد ته د تازه راانتقال شوو افغانانو له ډلې د اتو کسانو په اسنادو کې د احتمالي درغلیو د شتون په دلیل لومړني تحقیقات پیل شوي دي.
د چهارشنبې په ماښام ۱۳۸ افغانان چې د آلمان حکومت له خوا ورسره دغه هيواد ته د انتقال ژمنه شوې وه، په یوې چارتر الوتکه کې راانتقال شول. د دوی الوتکې د پاکستان له پلازمېنې اسلام آباده پرواز کړی و او د آلمان په شرقي ښار لایپڅيګ کې کېناسته.
ورته نور ولولئ: يوه ډله نور افغانان هم له پاکستانه آلمان ته انتقال سوي
د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند، آلماني ورځپاڼې بیلد ته وویل: «موږ تائيدو چې په افغانستان کې له ځانګړي خطر سره د مخ افغانانو له ډلې چې تېره ورځ له پاکستانه رارسېدلي، ورودي څېړنې کيږي او دا چې لومړني تحقیقات ېې پیل شوي دي.»
د آلمان خبري آژانس له امنیتي سرچینو څخه د ترلاسه شوو معلوماتو پر اساس وايي چې احتمالي درغلۍ عمدتاً په اسنادو کې د جعل یا په اسنادو کې د جعل کاري موجودیت دی.
خارجه وزارت: د هویت تړاو شک نشته
په برلین کې د آلمان د خارجه وزارت یوه وياند وویل: «په چارتر الوتکه کې د موجودو ټولو کسانو څېړنه په بشپړه توګه شوې وه.»
ویاند زیاته کړه: «د هېچا د هویت په هکله شک موجود نه و، ځکه چې په دغه پروسیجر کې امنیت تر ټولو لوړ لومړيتوب دی.»
ورته نور ولولئ: آلمان ته د نورو افغانانو انتقال او په اړه یې سخت غبرګون
یاد آژانس زیاتوي چې آلمان ته ټول راانتقال شوي کسان د طالبانو له آزار او اذیت سره مخ شوي دي.
د آلمان حکومت د مختلفو پروګرامونو په چوکاټ کې پر شرایطو برابر افغانان آلمان ته راانتقالوي. اکثریت دغه افغانان د آلمان پوځ محلي کارمندان، د کورنۍ غړي او خپلوان دي. په دې ډله کې همدارنګه خبریالان او مدني فعالانو په څېر افراد هم شامل دي.
ورته نور ولولئ: رپوټ: د آلمان راتلونکی حکومت افغانستان او سوریې ته اخراجونه عملي کوي
آلمان د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو لږ مخکې پورې په افغانستان کې د ناټو پوځي ماموریت د یوې برخې په توګه د شاوخوا شلو کلونو له پاره پوځي حضور درلود.
له آرشیف څخه: