افغانستان: د ماين پاکۍ موسسې د بودجې له کمښت سره مخامخ دي
۱۴۰۴ فروردین ۱۵, جمعهپه افغانستان کې د سره صلیب نړيوالې کمېټې د ماينونو د خطراتو په اړه د نړيوالې ورځې په مناسبت د يوه رپوټ په نشرولو سره ويلي دي چې په هغو ۴۳۴ کسانو کې چې په ۲۰۲۴م کال کې د ماينونو او ناچاوديدلو موادو د چاودنو په ۲۵۱ پېښو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي، ماشومان هم شامل ول.
اړونده موضوع: د ماینونو له امله د ټپیانو او وژل سوو کسانو شمیر زیات سوی
د دې کمېټې په خبره دا شمیرې د ټولو ثبت شويو تلفاتو ۷۶ سلنه ښيي که څه هم چې د تلفاتو اصلي شمېر ښايي تر دې هم ډېر وي.
په افغانستان کې د سره صليب کمېټې د نمایندګۍ مشري کاترينا ريتز، وويل: «له جنګه پاتې شوي ماینونو او د چاوديدونکو توکو پاته شوي نه یوازې ورځنی ژوند او اقتصادي پرمختګ له خنډ سره مخامخ کوي، بلکې د غمجنو او زړه بوږنوونکو پېښو لامل هم ګرځي، په ځانګړي توګه په ماشومانو کې.»
د دې نړيوال بنسټ له لوري ويل شوي دي چې د بودجې او منابعو کمښت په اوس وخت کې د ځمکنيو ماينونو او ناچاودلو مهماتو د پاکولو پر هڅو اغیز اچولی دی چې شونې ده د ډېرو کسانو ژوند په خطر کې واچوي.
په رپوټ کې ويل شوي: «ډېره مهمه ده چې نړيواله ټولنه او بشري آژانسونه د مهماتو له کبله د ځمکې د ککړتيا له پايلو سره د مبارزې له پاره د ټولنو ملاتړ وکړي او سور صلیب هم د خپل نقش لوبولو ته ژمن دی.»
که څه هم چې په دې رپوټ کې دا خبره نه ده مشخصه شوې چې د ماين پاکۍ بودجه څومره کمه شوې خو په دې وروستيو کلونو کې پام د اوکراين او منځني ختیځ د جګړو په څېر سترو بحرانونو ته اوښتی دی.
په دې وروستيو کې امريکا متحده ايالاتو هم خپلې بهرنۍ مرستې ځنډولې، خو معلومه نه ده چې د ماین پاکۍ پروګرامونو د دغه هېواد له مرستو برخمن ول او که نه.
یوناما: د وضعیت د ښه والي لټه کوو
ملګرو ملتونو د اپريل میاشتې څلورمه نېټه د ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاوي په توګه نومولې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي يا يوناما د ټولنیزو رسنیو په ايکس شبکه کې ويلي دي چې ملګري ملتونه او شريکان یې شپه او ورځ له ټولنو سره د مرستې، د ژغورل شويو د ملاتړ او سولې د ښه والي په برخه کې مرسته کوي.
اړونده موضوع: ځمکني ماینونه هر کال په زرونو انسان وژني
هغه موسسې چې د ماين پاکۍ په برخه کې فعاليت کوي، ماشومانو ته روزنه ورکوي چې د ماين په ليدو او يا ورسره په مخامخ کیدو څه ډول چلند بايد وکړي.