د طالبانو مشر د عصري علومو د اهميت خبره کړې
۱۴۰۳ بهمن ۲۵, پنجشنبهد طالبانو وياندويانو ويلي دي چې د دغه ډلې مشر ملا هيبت الله اخوندزاده، د چهار شنبې په ورځ د کندهار له پوهنتون څخه ليدنه کړې او يوې سترې غونډه ته یې چې د دغه پوهنتون مشرتابه، استادادانو، کارکوونکو او محصلينو پکې ګډون درلود، وينا کړې. نوموړي په دې غونډه کې د وینا پر وخت د «دنياوي علمونو» د اهميت خبره کړې ده. خو د دې غونډې هیڅ عکسونه او ويډيوګانې نه دي نشر شوي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وياند ضياالله هاشمي، وويل چې هيبت الله، ناستو خلکو ته وويل چې ديني مدرسې او پوهنتونونه دواړه مشابه يا يو ډول دي او اړينه ده چې دواړې برخې حمايه شي.
هاشمي وويل چې ملا هيبت الله اخوندزاده، د علم د ارزښت او د ديني او عصري زده کړو د اهميت خبره وکړه.
د اخوندزاده، د چهارشنبې ورځې لهجه د عصري علمونو په اړه د هغه د دريځ نرمښت ښکاره کوي او يا لږ تر لږه دا چې په افغانستان کې یې موجوديت ته اشاره کوي چې د لوږې او اقتصادي بحران څخه کړيږي.
د طالبانو په يوه اعلاميه کې یې د رهبر له قوله راغلي دي: «تاسې باید دواړه ديني علوم او عصري دنياوي علم زده کړی. نيت مو بايد يوازې د دین د خدمت وي، ځکه چې تاسې په ټولنه کې له لوړ اعتبار څخه برخمن ياست. ټولنه د مدرسو، ښوونځيو او پوهنتونو شاګردانو ته ډېر درناوې لري.»
نوموړي محصلينو ته وويل چې د افغانستان د تاريخ د جنګيالو، مبارزو او اتلانو تاريخ وليکي څو هغه په ټوله نړۍ کې وپيژندل شي. نوموړي زياته کړې: «ډېر زيار وباسئ، څو بهرنيان دلته راشي، له تاسې زده کړه وکړي او تاسې، ستاسې د علم په مرسته پر نړۍ حکومت وکړئ.»
د چهارشنبې ورځې په دې محفل کې هيڅ یوې ښځې ګډون نه درلود. له هغه راهېسې چې په ۲۰۲۱م کال کې طالبان بيا واک ته رسېدلي دي، ملا هيبت الله اخوندزاده، د يو شمېر فرمانونو په جاري کولو سره زده کړو ته د ښځو او نجونو لاس رسی محدود کړی دی.
اړونده موضوع: «له ښځو سره د طالبانو چلند بشریت ضد جنایت دی»
نجونې تر شپږم ټولګي پورته زده کړې نه شي کولی او همدا راز د پوهنتونونو او په روغتيايي برخه کې د زده کړو دروازې هم ورباندې تړل شوي دي.
د ښځو او نجونو پر زده کړو دا بندیزونه هغه څه دي چې د دې مخه یې نيولې چې طالبان د نړيوالو له لوري د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت وپيژندل شي.
تېره میاشت د جزا نړيوالي محکمې مشر څارنوال ويلي ول چې پر ښځو باندې د محدوديتونو لګولو له کبله یې د ملا هيبت الله اخوندزاده، په ګډون د طالبانو د دوو لوړپوړو مشرانو د نيولو د امر جاري کولو غوښتنه کړې ده.