په شل اوریزو لوبو کې د راشد خان نوی ریکارډ
۱۴۰۴ شهریور ۱۱, سهشنبهد افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلی ۲۶ کلن لوبغاړی راشد خان تیره ورځ په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان، متحده عربي اماراتو او افغانستان درې اړخیزه لوب لړۍ کې د متحده عرب اماراتو لوبډلې ته د ۳ ویکټو په بدل کې یوازې ۲۱ منډې ورکړې او په دې توګه یې په شل اوریزو لوبو کې په مجموعي ډول ۱۶۵ ویکټې اخیستې دي. هغه دا لاسته راوړنه په خپلې ۹۸م نړیوالې شل اوریزې لوبې کې ترلاسه او په دې توګه د نیوزیلنډ تېز توپ اچوونکي ټيم ساوټي ریکارډ یې مات کړ چې تر دې مخکې یې ۱۶۴ ویکټې په ۱۲۶ لوبو کې اخیستې وې.
د متحده عربي اماراتو پر وړاندې لوبه کې افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او ۱۸۸ منډې یې جوړې کړې. د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره ابراهیم ځدراڼ په ۴۰ توپونو ۶۳ منډې او صدیق الله اتل بیا په ۴۰ توپونو ۵۴ منډې وکړې.
صدیق اتل په دغه لوبه کې خپله لومړۍ نړیواله پنځوسیزه د څلورو څلوریزو او درې شپږیزو پرمټ پوره کړه. کریم جنت د لوبې په وروستیو کې یوازې په ۱۰ توپونو ۲۳ ناسوځېدلې منډې وکړې او عظمت الله عمرزی بیا په ۱۲ توپونو ۲۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د کوربه متحده عربي اماراتو لوبډلې کپتان محمد وسیم د ۳۷ توپونو په مټ ۶۷ چټکې منډې جوړې کړې او شپږ شپږیزې او څلور څلوریزې یې ووهلې، خو د هغه له سوځېدو وروسته د اماراتو لوبډله د راشد خان د ښکلې توپ اچونې ته مقاومت ونه کړ او یو په بل پسې یې ویکټې ولویدې.
په درې اړخیزه سیالۍ کې پاکستان دواړه لومړۍ لوبې ګټلې او نن، د سې شنبې، په ورځ له افغانستان سره بیا ځلې مخ کېږي. درې واړه لوبډلې یو له بل سره دوه ځله لوبېږي او پایلوبه د سپتمبر په ۷مه ترسره کېږي. افغانستان تر دې وړاندې خپله لومړۍ لوبه کې د پاکستان پر وړاندې له ماتې سره مخامخ شوی وو او په دې ترتيب راتلونکې لوبه د افغانستان له پاره مهمه شمیرل کیږي.