«د اوکراين د سولي مذاکرات «امکان» لري، خو له زيلنسکي سره نه»
۱۴۰۳ بهمن ۱۰, چهارشنبهد روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، د روسیې له دولتي تلویزيون سره د مرکې په ترڅ کې د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، ته په اشارې سره ويلي «که چېر هغه وغواړي په مذاکراتو کې شرکت وکړي، د خبرو اترو له پاره به کسان زه تعینوم.»
پوتين زياته کړې ده چې دا چې د هغه [زيلنسکي] د حکومت دوره د جګړې د قوانينو يا پوځي حکومت پر وخت پای ته رسېدلې ده، نو د اوکراين ولسمشر په «غېر قانوني» توګه واکمن دی.
د روسیې ولسمشر په کيف کې پر حکومت تور لګولی دی چې مذاکراتو ته ليوالتيا نه لري. پوتين، وويل: «دمګړۍ موږ داسې کوم چمتووالی نه وينو.»
د ولوديمير زيلنسکي، د ولسمشرۍ دوره که څه هم چې پای ته رسېدله خو تر څو چې په اوکراين کې نظامي حکومت دی، ټاکنې به ترسره نه شي.
د اوکراين ولسمشر هم په خپل وار سره پر پوتين، د مذاکراتو د مخې د نیولو تور ولګاوه. زيلنسکي، د ايکس په شبکه کې ليکلي: «نن پوتين يو ځل بيا تائيد کړه چې له مذاکراتو ويره لري.» زيلنسکي زياته کړې چې د روسیې ولسمشر د «جګړې د غځولو په موخه هر کار کوي.»
پوتين، د خپلې مرکې په ترڅ کې دا هم ويلي دي چې د اوکراين شخړه به له کیف څخه د لویدیځ له ملاتړ پرته ډېره ژر پای ته ورسيږي.
پوتين، د اوکراين په اړه زياته کړه چې «که پېسې او د هغه په پایله کې مهمات پای ته ورسيږي نو هغوی به يوه میاشت هم ژوندي پاتې نه شي.»
هغه زياته کړې: «په يوه نيمه او يا دوو مياشتو کې به هر څه پای ته ورسيږي.»
اړونده موضوع: ترمپ: پوتین دې د اوکراين «نامعقوله» جګړه ختمه کړي
په امريکا متحده ایالاتو کې واک ته د ولسمشر دونالد ترمپ، له رسېدو سره پر دواړو خواو فشار ډېر شوی دی څو د دغه، له کابو دريو کلونو روان کړکيچ څخه د وتلو لاره وموندي. ترمپ، دا هدف ټاکلی دی چې نښتې ژر ژره پای ته ورسيږي خو تر اوسه په نږدې راتلونکي کې د مذاکراتو هیڅ څرک نه تر سترګو کیږي.
کريملن د دوشنبې په ورځ ويلي ول چې د پوتين، او ترمپ، د احتمالي ليدنې کتنې تر اعلان وروسته په دې اړه د واشنګټن له لوري تماس ته په انتظار دي. اوکراين په دې ډول مذاکراتو کې د دغه هېواد د نه ګډون په هکله خبرداری ورکړی او پر پوتين، یې تور لګولی دی چې غواړي ترمپ «تر اغیزې لاندې راولي.»