پوتین له زیلنسکي او میرڅ سره لیدو ته امادګي ښودلې ده
۱۴۰۴ خرداد ۲۹, پنجشنبهد روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چهارشنبې په ورځ (د جون میاشتې ۱۸) له نړیوالو خبري آژانسونو سره د لیدنې پر مهال وویل چې هغه د المان د صدراعظم فریدریش میرڅ، ترڅنګ د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، سره هم ملاقات کولو ته اماده دی.
پوتین وویل چې که فریدریش میرڅ ورسره تلیفوني اړیکه ونیسي، نو هغه به یې ضرور خبره واوري. د روسیې ولسمشر د المان خبري آژانس ته وویل «موږ د هغه له پاره تل اماده یو.»
خو پوتین زیاته کړه چې هغه المان د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې په ارتباط بې طرفه نه بولي. روسیه دغه جګړه «ځانګړي عملیات» بولي.
پوتین وویل چې المان د اوکراین ملاتړ کوي، دغه هیواد ته ټانکونه ورکوي او په دې ترتیب سره په دښمنۍ کې برخه اخلي، نو له دې امله المان یو منځګړی نه دی.
په می میاشت کې صدارت مقام ته له رسیدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې پوتین د میرڅ په هکله ښکاره څرګندونې کړي دي. هغه دا هم وویل چې که المان اوکراین ته تاورس کروز توغندي ورکوي، نو هغه به د اوکراین په جګړه کې په مستقیم ډول د ګډون په معنی وي.
پوتین زیاته کړه چې که المان دغه توغندي ورکړي بیا به هم اوکراین په لومړۍ کرښه کې د روسي پوځیانو د پرمختګ مخه ونه نیولی شي.
زیلنسکي سره ملاقات ته تیاری
د روسیې ولسمشر وویل چې زه د اوکراین له ولسمشر زیلنسکي سره هم ملاقات کولو ته تیار یم، خو یوازې په هغه صورت کې چې دا د خبرو اترو یو ډول «وروستی پړاو» وي.
پوتین خپله هغه ادعا تکرار کړه چې زیلنسکي تیر کال د ولسمشرۍ دورې تر بشپړولو وروسته خپل قانوني حیثیت له لاسه ورکړی دی. خو اوکراین او متحدین یې دغه تورونه ردوي، ځکه د اوکراین قانون د جګړې پر مهال پر انتخاباتو بندیز لګوي.
پوتین وویل چې موږ د معضلې حلولو د اصولو پر بنسټ جدي خبرو اترو ته تیار یوو. نوموړي دا خبره ومنله چې د مذاکراتو تیر دور د بندیانو تبادلې او وژل شوو عسکرو د مړو سپارلو ته لاره هواره کړې وه.
پوتین: د ایران او اسرائیل ترمنځ توافق ممکن دی
د روسیې ولسمشر د ایران او اسرائیل ترمنځ د شخړې ختمولو له پاره د منځګړیتوب کولو وړاندیز وکړ. پوتین وړاندیز وکړ چې مسکو د اسرائیل د امنیتي انديښنو په لیري کولو سره، کولی شي سوله ایز اټومي پروگرام ته د ودې ورکولو په خاطر له تهران سره خبرې وکړي.
د روسیې ولسمشر دا هم وویل چې هغه په دې اړه د مسکو وړاندیزونه له ایران، اسرائیل او امریکا سره هم شریک کړي دي. بل لور ته د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ لادمخه د روسیې د منځګړیتوب هر ډول نقش رد کړی او ویلي یې دي چې هغه باید اول خپل مسایل حل کړي.
مسکو له تهران سره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري او ایران روسیې ته داسې بې پیلوټه الوتکې ورکوي چې د اوکراین پر وړاندې په حملو کې ترې کار اخلي.
پوتین ومنله چې دا یوه «نازکه مساله» ده، خو هغه ټینګار وکړ چې «زما له نظره د دې حل لټول کیدلی شي.»
کله چې له هغه څخه پوښتنه وشوه چې که اسرائیل د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي ووژني، نو آیا روسیه به غبرګون ښکاره کړي؟ پوتین له ځواب ورکولو څخه په انکار کولو سره وویل «زه په داسې کوم امکان خبرې کول هم نه غواړم».