د اوکراين جګړې ختمولو له پاره پوتین ته د ترمپ مهلت
۱۴۰۴ مرداد ۷, سهشنبهد امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې دی به د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين ته د «لسو تر دولسو ورځو» نوی ضرب الاجل وټاکي څو په اوکراين کې جګړه پای ته ورسوي.
ترمپ، د سکاتلند په تورنبیري کې د بریتانيا له لومړي وزير کېر ستارمر، سره د نوموړي د ګالف لوبې په ځای کې د ليدنې کتنې پر وخت خبريالانو ته وويل: «زه له ولسمشر پوتین، څخه مايوسه شوی يم.»
اړونده موضوع: ترمپ: پوتین سره د خپلې ټیلفوني اړېکې له پاره «ډېر خپه» یم
نوموړي همدا راز زياته کړې: «زه ورته سره له نن څخه د لسو تر دولسو ورځو ضرب الاجل ټاکم. انتظار هیڅ معنا نه لري موږ هیڅ پرمختګ نه وينو.»
ترمپ کله او ولې پوتین ته مهلت وټاکه؟
د روان ميلادي کال په جنورۍ میاشت کې سپينې ماڼۍ ته تر ستنېدو دمخه ترمپ، هوډ څرګند کړی وو چې د اوکراين شخړه به په ۲۴ ساعتونو کې هواره کړي، خو نوموړي هیڅکله نه وه په ډاګه کړې چې دا کار به څرنګه کوي.
ترمپ، د روانې میاشتې په سر کې تر هغه وروسته د ۵۰ ورځو يو ضرب الاجل وټاکه کله چې یې په د خپل سیال له لوري پر اوکراین باندې دوامداره حملې غندلې وې.
اړونده موضوع: ترمپ د روسیې متحدین د گمرکي تعرفو په وضع کولو گواښلي
د امريکا ولسمشر پر روسیې او د دغه هېواد د توکو پر رانيوونکو د نويو بندیزونو د لګولو ګواښ هم کړی وو.
آیا ترمپ به پر خپله خبره ودريږي؟
ولسمشر ترمپ، د دوشنبې په ورځ يو ځل بيا د روسیې د ولسمشر په اړه کلک دريځ غوره کړ، خو د پوتين، په تړاو یې خپلې ژمنې تر ډېره تل نه دي عملي کړي.
ترمپ، وويل: «موږ څو ځلي فکر کړی چې د [مسئلې] حل ته رسېدلي يو خو بيا ولسمشر پوتین، له خپلې خبرې تیر شي او پر ځينو ښارونو لکه کيف باندې توغندي توغول پیل کړي او د زړو خلکو په پالنځای او يا نورو ځایونو کې يو شمیر خلک ووژني.»
د ترمپ څرګندونو ته د اوکراين غبرګون
د اوکراين ولسمشر ولوديمیر زيلنسکي، د ترمپ، د څرګندونو ستاينه کړې ده. نوموړي د ايکس شبکې له لارې وویل: «ښکاره دريځ او د ژمنتيا څرګندول – پر سم وخت، کله چې ډېر څه د حقيقي سولې له پاره د زور له لارې بدليدلای شي.»
زيلنسکي، زياته کړې: «زه له ولسمشر ترمپ څخه د دې وحشتناکه جګړې پر درولو او ژوند پر ژغورلو باندې د تمرکز له کبله مننه کوم. اوکراين به سولې ته ژمن پاتې شي او له متحده ایالاتو سره به نه ستړې کيدونکي هلې ځلې وکړي څو دغه دواړه هېوادونه خوندي، ځواکمن او لا سوکاله شي.»
روسیې د ۲۰۲۲م کال په فيبرورۍ مياشت کې پر اوکراين باندې بشپړ يرغل وکړ او په دې توګه یې هغه شخړه لا پسې پراخه کړه چې په ۲۰۱۴م کال کې د کريميا نيمه ټاپو له الحاق سره پېل کړې وه.
تېره اوونۍ د اوکراين او روسیې پلاوو په استانبول کې د بنديانو پر تازه تبادلې باندې سره خبرې اترې وکړې خو دا داسې څه نه وو چې د سولې پر لور دې ګام وبلل شي.