پوتین له شي جین پینګ سره خپل اتحاد پیاوړی کوي
۱۴۰۴ شهریور ۹, یکشنبهد روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوه څو ورځني سفر په ترڅ کې چین ته رسیدلی دی. د شانګهای د همکاریو سازمان سرمشریزه د چین په شمال تیان جین بندري ښار کې ترسره کیږي.
پوتین د دوشنبې تر ورځې فرصت لري چې د چین له ولسمشر شي جین پينګ او همدارنګه د ایران او مرکزي اسیا هیوادونو په څیر خپلو شریکانو سره اړیکې پياوړې کړي.
ټاکل شوې ده چې پوتین به په پيکینګ کې په یوه پوځي رسم ګذشت کې هم ګډون وکړي. په تیرو کلونو کې په ځانګړي توګه په اوکراین کې د روسې د بریدونو د پيل راهیسې پوتین د نړۍ په مشرانو کې منزوي شوی دی.
د غونډې هدف او د پوتین دریځ
پوتین د چین له دولتي خبري آژانس «شین هوا» سره په مرکه کې وویل چې دغه غونډه د اوسنیو ګواښونو او ننګونو په مقابل کې د شنګهای د همکاریو سازمان توانمندي پياوړې کوي. نوموړي زیاته کړه چې دغه غونډه به د یوه لا زیات عادلانه څو قطبي نړیوال نظم په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
د سازمان د جوړیدو راهیسې تر ټولو لویه ناسته
په سینګاپور کې د سیاسي علومو د تخنیکي پوهنتون استاد دیلن لو، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې چین د یوې مودې راهیسې د شنګهای د همکاریو سازمان د یوه غیر لویدیځ قطب د قدرت په توګه معرفي کوي چې بدیل نړیوال جوړښتونه یې رامنځته کړي او «لا زیات دیموکراتیک» عمل کوي.
چین، بلاروس یا سپینه روسیه، هند، ایران، پاکستان، روسیه او د مرکزي اسیا څلور هیوادونه د هغو له جملې څخه قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان د دغه سازمان غړي دي.
همدرانګه ۱۶ نور هیوادونه د ناظر یا خبرو اترو د شریک په توګه په دې غونډه کې ګډون لري.
چین او روسیه له دې سازمان څخه په مرکزي اسیا کې د خپل نفوذ د پراخولو او د ناټو په څیر د لویدیځو اتحادیو پر وړاندې د موازینې د رامځته کولو له پاره استفاده کوي.
اوسني سرمشریزه په ۲۰۰۱م کال کې د دې سازمان د جوړیدو راهیسې تر ټولو لویه غونډه ده.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي. د دیلن لو، په خبره د ګډون کوونکو لیست د چین د نفوذ زیاتوالی او د غیر لویدیځ هیوادونو له پاره د یوه پلیټ فارم په توګه د دې سازمان پر جذابیت دلالت کوي.
د اوکراین په جګړه کې د هند د منځګړیتوب نقش
د هند لومړی وزیر نریندر مودي د شنبې په ماښام تیان جین ته رسیدلی دی. د دوشنبې په ورځ د پوتین او مودي ترمنځ یوه دوه اړخیزه لیدنه کتنه پلان شوې ده. مخکې تر دې مودي د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره د اوکراین په جګړه کې د سولې د کوښښونو په هکله تلیفوني خبرې اترې کړې وې.
مودي په ټولنیزو شبکو کې له زیلنسکي سره د خپلو تلیفوني خبرو په هکله لیکلي: «مونږ د سولې او ثبات بیرته را ګرځولو د هڅو په هکله خپل نظرونه تبادله کړل.»
نوموړي زیاته کړه چې هند په دې برخه کې د ټولو هڅو بشپړ ملاتړ کوي.
ولادیمیر زیلنسکي دغه خبرې اترې رغنده او مهم وبللې او له پوتین سره مستقیمو خبرو اترو ته یې خپله امادګي وښودله. هند همدارنګه اعلان وکړ چې په دې غونډه کې به روسیې او نورو هیوادونو ته لازم سګنالونه انتقال کړي.
له امریکا متحده ایالاتو او لویدیځو هیوادونو سره د نږدې اړیکو سربیره، هند له مسکو سره نږدې اړیکې لري او تر اوسه پورې یې پر اوکراین د روسیې یرغلیز برید نه دی غندلی او ځان د سولې د یوه منځګړي په توګه معرفي کوي.
له سرمشریزې وروسته رسم ګذشت
چین هم د اوکراین په شخړه کې پر خپلې بې طرفۍ ټينګار کوي او اعلان یې کړی دی چې د سولې له ټولو هڅو څخه ملاتړ کوي. خو زیلنسکي پر پیکینګ تور لګولی دی چې په غیر مسقیم ډول د روسیې ملاتړ کوي، له دې ډلې د بې پيلوټه الوتکو د ورکولو او دا چې د جګړې د پای ته رسولو له پاره یې هیڅ ډول عملي اقدام نه دی کړی. نوموړی همدارنګه اوربند د مذاکراتو د پیلیدو له پاره یو شرط بولي.
د سرمشریزې له پای ته رسیدو وروسته چین د چهارشنبې په ورځ په پيکینګ کې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د جاپان د تسلیمیدو د اتیایمې کلیزې په مناسبت یو رسم ګذشت ترسره کوي.
تر شلو ډیر ولسمشران او لومړي وزیران د هغو له جملې څخه د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون، د میانمار د حاکمه پلاوي مشر مین آنګ هلاینګ، په دغو مراسمو کې د ګډون کولو له پاره ور بلل شوي دي.