د مسيحي ديموکرات ګوند کانديد فرېدرش میرڅ څوک دی؟
۱۴۰۳ اسفند ۵, یکشنبهفريدرش میرڅ، د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند د صدراعظمۍ د کانديد اولاف شولڅ، تر ټولو پياوړی مخالف او د نظر پوښتنو پر اساس هم د بريا تر ټولو ډېر چانس درلودونکی ګڼل دی.
په دې تازه ټاکنو کې چې د نوموړی د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوند پکې ۲۹ سلنه رایې ترلاسه کړي دي، د ګډ کانديد په توګه د صدراعظم اولاف شولڅ، د ځای ناستي کيدو هڅه کوي.
په دې توګه به ۶۹ کلن فريدرش میرڅ، له کونراد ادناور، را وروسته د آلمان تر ټولو زوړ صدراعظم وي.
اړونده موضوع: اولاف شولڅ او فريدرش میرڅ هم خپله رايه وکاروله
کونراد ادناور، په ۱۹۴۹م کال کې د ۷۳ کلنې په عمر د آلمان د نوي فدرالي جمهوريت د لومړي صدراعظم په توګه مسئوليت پر غاړه واخیست. صدراعظم اولاف شولڅ، او د هغه مخالف کاندید، دواړه وکیلان خو بيخي سره مختلف شخصيت درلودونکي دي.
د مسيحي ديموکرات ګوند (سي ډي يو) دغه په قد لوړ سیاستوال چې پر يوه دريځ راڅرګند يا يوې خونې ته داخل شي نو د خلکو پام ځانته را ګرځوي. په مخامخ ليدو یې د يوه پرانیستي او ښه ذوق لرونکي کس په توګه بریښي.
خو کله چې د مخامخ خبرو پر وخت د مخاطب پر لوري ور ښکته کيږي چې اکثره وخت دا کار کوي، نو دا کار یې تل په ګټه نه تماميږي. میرڅ، په اصل کې دوه سياسي ژوندونه لري: يو د آلمان د ختیځ د سي ډي يو د سياستوالې انګلا میرکل، د مخه او تر هغې وروسته.
کله چې میرکل، په ۲۰۰۲م کال کې د مسيحي ديموکرات ګوند د جناح مشري او په ۲۰۰۵م کال کې د صدراعمظۍ څوکۍ ترلاسه کړه نو محافظه پال میرڅ، ځان شاته کړ او په کلونو کلونو له سياسته لیرې پاتې شو.
له سياست سره مخه ښه او اقتصاد ته مخه کول
په ۲۰۰۱م کال نوموړي پخپله ځان د ۲۰۰۲م کال د ټاکنو له پاره د کانديد په توګه مطرح کړ. خو ګوند یې هغه وخت پريکړه وکړه چې د بايرن څخه د سي ډي يو د اتحادي ګوند مسيحي سوسيال [سي اس يو] څخه اېدموند شتويبر، د کانديد په توګه انتخاب کړي.
نوموړی د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند د کانديد ګیرهار شروېدر، په مقابل کې ميدان ته راووت. میرڅ، په کرار کرار له سياست څخه خپله لاره جلا کړه او يو ځل بيا یې د وکیل په توګه په فعاليت پېل وکړ.
په ۲۰۰۹ م کال کې هغه حتی د آلمان پارلمان ته هم ځان کانديد نه کړ.
دا فريدرش مېرڅ، څوک دی چې يو ځل یې له میرکل، ماته وخوړله او بيا دومره ناوخته بیرته میدان ته راستون شو؟
د آلمان په لويدېځ کې له زاورد آلمان انتخابات: څه شی له خطر سره مخامخ دي؟لند سيمې سره تړاو لرونکی میرڅ، لکه پلار یې کاتوليک او وکیل دی.
اړونده موضوع: د آلمان انتخابات: څه شی له خطر سره مخامخ دي؟
نوموړې نن هم د هغې سيمې په شا او خوا کې ژوند کوي چې دی پکې زيږېدلی وو. میرڅ، له ۱۹۸۹م کال څخه تر ۱۹۹۴م کاله پورې د خپل ګوند په استازيتوب پنځه کاله د اروپا د پارلمان غړی وو.
پنځه کاله وروسته هغه د آلمان فدرالي پارلمان ته داخل شو. هغه مهال یې د يوه ښه او قوي ويناوال په توګه د خلکو پام ځانته جلب کړ. د ګوندي جناح منځ کې یې خبرې ډېر وزن درلود.
له سیاست څخه خارجيدل یې په آزاد اقتصاد کې د عروج باعث شول. له ۲۰۰۵م څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې نوموړي په يوه نړيوال حقوقي شرکت کې دنده ترسره کړه او په نظارتي او اداري مديره هئتونو کې یې لوړ مقامونه پرمخ يوړل.
له ۲۰۱۶م څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې په آلمان کې د «بلېک روک» شرکت د نظارتي هيئت د مشر دنده مخ ته وړله چې د شتمنۍ د مديريت د نړۍ تر ټولو ستر شرکت دی.
کله چې انګلا میرکل، له سياست څخه د جلا کيدو اعلان وکړ، نو میرڅ، په ۲۰۲۱م کال کې بیرته راستون شو او په کرار کرار اوج ته ورسېد.
د دريمې هڅې په ترڅ کې په ۲۰۲۲م کال کې د «سي ډي يو» له لوري د ګوندي مشر په توګه انتخاب شو.
«له خارجيانو سره ستونزې»
د پارلمان د غړي په توګه د آلمان دا سياستوال تل د اتومي انرژۍ د کارولو پلوی وو. نوموړي پر آزاد اقتصادي سیاست او د بيورورکراسۍ پر کمولو ټینګار کاوه.
له کابو ۲۵ کلونو راهېسې نوموړی د آلمان د مهاجرت سیاست د اغیزو په اړه شکايت کوي، او د «بهرنيانو سره له ستونزو» خبره او پر يوه «اصيل آلماني کلتور» ټينګار کوي.
هغه اوس يو ځل بيا دا موضوعات منځ ته راوړي دي – د يوه تغير شوي سیاسي او ټولنیز وضعيت په ترڅ کې.
اړونده موضوع: په آلمان کي د پناه غوښتني د سخت سیاست په هکله عريضه ومنل سوه
د ۲۰۲۳م کال په پېل کې میرڅ، په آلمان کې د ادغام له کمښت څخه شکايت وکړ. هغه د آلمان د دويم تلویزيون «زيډ ډي اف» د «مارکوس لنڅ» په نوم خپرونه کې وويل: «هغه خلک چې په اصل کې په آلمان پورې هیڅ اړه نه لري او موږ له مودې راهېسې زغملي دي، او نه یې اخراجوو او بيا یې په اړه لا تعجب هم کوو چې دغه خلک په دومره ډېر شمير کې موجود دي.«
له دې هر څه سره میرڅ، اوس د لا محافظه پال شوي ګوند [مسيحي ديموکرات] استازيتوب کوي. د شلو کلونو مخکې په څېر نوموړي اوس يو ځل بيا اتومي انرژۍ ته د راستنېدو خبره ياده کړې او د مهاجرت د لا کلک سیاست غوښتنه کوي.