پاپ فرانسیس د ۸۸ کلونو په عمر ومړ
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱, دوشنبهاعلان
د واتیکان لوړ پوړي چارواکي کارډینال کېوین فیرل په دې اړه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي: «نن سهار ۷:۳۵ بجې، د روم اسقف، فرانسیس، د پلار کور ته وګرځېد. هغه خپله ټول ژوند د خدای او کلیسا خدمت ته وقف کړی وو.»
پاپ فرانسیس له یوې لسیزې زیاتې مودې راهیسې د کاتولیکانو مشري وکړه.
په وروستیو کلونو کې د هغه روغتیايي وضعیت مخ پر خرابیدو وو چې له کبله یې نوموړی څو ځله روغتون ته هم انتقال شوی وو.
د کاتولیک کلیسا دغه مذهبي مشر پاپ فرانسیس د ایسټر یا د مسیحیانو د اختر تر رخصتیو وروسته ومړ، داسې ورځې چې د مسیحيانو له پاره ډېرې مقدسې ګڼل کېږي.
د پاپ د مړینې خبر د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د خواشینۍ او تسلیت پیغامونه له ځانه سره لرلي دي. د پاپ د جنازې او نوي مشر د ټاکلو په اړه به نور جزیات وروسته له واتیکانه خپاره شي.