په افغانستان او پاکستان کې د پولیو پر کمپاين کوونکو بريدونه
۱۴۰۴ خرداد ۶, سهشنبهد رويترز خبر آژانس په حواله د افغانستان د پکتیکا ولایت طالب چارواکو ويلي دي چې په ګردیز ښار کې په وسلې سمبال کس د واکسين د کمپاین په ترڅ کې د پوليو د واکسين پر کارکوونکو ډزې کړي دي.
د طالبانو د پکتيکا د پوليسو وياند منيب ځدران، وويل چې دا پېښه پرون، دوشنبه د (د ۲۰۲۵م کال د می ۲۶) په ګردیز ښار کې د پوليو د واکسين ملي کمپاین د دويمې دورې په لومړۍ ورځ رامنځته شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې د ډزو په ترڅ کې يو کس ټپي شوی هم دی. ویل شوي دي چې د پېښې په تړاو يو شکمن کس نيول شوی دی.
د طالبانو د روغتيا وزارت په حواله په افغانستان کې د پولیو د دې څلور ورځني کمپاين کې په ترڅ کې به د هېواد په ټولو ولسواليو کې ۱۱،۸ میليونه هغه ماشومان واکسين شي چې لا پنځه کلن شوي نه دي.
وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د يوه ويډيو په خپرولو سره ويلي دي چې د واکسين دا کمپاین د نړيوالو ملاتړ کوونکو له لوري پر لاره اچول شوی دی.
په بلوچستان کې هم د پوليو کارکوونکي په نخښه شوي
د پاکستان د بلوچستان ايالت چارواکو هم ويلي دي چې يوه وسله وال د پولیو د واکسين د ډلې بدرګه کوونکی پولیس وژلی دی. چارواکو ویلي دي چې دا پېښه نن، سه شنبه د بلوچستان په نوشکي سيمه کې رامنځته شوی ده او بريد کوونکی په تېښته بريالی شوی دی.
د پوليسو يوه سيمه ایز چارواکي محمد حسن، وويل چې په پېښه کې واکسيناتورانو ته زيان نه دی اوښتی.
تر اوسه د بريد پړه کومې ډلې نه ده منلې خو شک یې پر تحريک طالبان پاکستان يا «ټي ټي پي» ډلې باندې کيږي چې په دې وروستيو کې یې پر امنيتي ځواکونو او ملکيانو خپلو بريدونه ته زور ورکړی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزير محسن نقوي، د یوې اعلامیې په ترڅ کې پېښه غندلې ده.
په پاکستان کې هم پرون، دوشنبه د ټول هېواد په کچه د پوليو کمپاين پېل شو چې په ترڅ کې به یې ۴۵ میليونه ماشومان واکسين شي.
د روغتيا د نړيوال سازمان په حواله پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه يوازني دوه هېوادونه دي چې دغه ويروس پکې لا موجود دی. د پولیو ويروس بالقوه ژوند ګواښونکی او فلج کوونکی ويرس دی.
د دغه سازمان د معلوماتو په حواله په افغانستان کې په تېر میلادي کال کې د ماشومانو د فلج کیدو ۲۵ پېښې ثبت شوې دي.
په پاکستان کې هم په دې وروستيو کې د پوليو پېښې ډېرې شوي دي. په دغه هېواد کې د روان کال له جنورۍ میاشتې راهېسې د پوليو ۱۰ پېښې ثبت شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې وخت پر وخت د پوليو د واکسين کمپاينونه هم عملي کیږي. په تېر کال کې بيا په دغه هېواد کې د پولیو ۷۴ پېښې ثبت شوي وې، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۱م کال کې بيا په ټول هېواد کې د پوليو د يوازې يوې پېښې څخه خبر ورکړل شوی وو.
په پاکستان کې له ۱۹۹۰م کال راهيسې ۲۰۰ د پوليو د کمپاين کارکوونکي او د هغوی بدرګه کوونکي پولیس د بريدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.