پاکستان: په جلا حملو کې ګڼ پاکستاني سرتيري وژل شوي
۱۴۰۴ فروردین ۹, شنبهد پاکستاني پولیسو یوې سرچينې د شنبې په ورځ وویل چې دغه ۷ پاکستاني سرتيري د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د مارچ ۲۸مه) د خیبر پښتونخوا ایالت په مربوطاتو کې د «وسله والو طالبانو پر ضد» د یو لړ چاڼیزو عملیاتو پر مهال وژل او ټپیان شوي دي. سرچينې زیاته کړه: «جنګیالي په یوه کور کې پټ ول او پر امنيتي ځواکونو ېې ډزې وکړې.»
د سرچينې په خبره د دغه څو ساعته عملیاتو په جریان کې چې د پوځ له چورلکو هم پکې استفاده شوې، اته پاکستاني طالب جنګیالي هم وژل شوي دي. د عملیات کره ځای نه دی ښودل شوی.
ورته نور ولولئ: پاکستان: وسله والو په «همغږو» بريدونو کې ۶ کسان وژلي
په عین وخت کې د پاکستان د بلوچستان ایالت پولیس وايي چې د یوه ماین په چاودنه کې يو پاکستانی سرتيری او یو بل ملکي کس وژل شوی دی. د پولیسو یو افسر، محسن علي، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې دغه ماین د بلوچ بېلتون غوښتونکو له خوا په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی و. په دغه چاودنه کې درې نور سرتيري او یو بل ملکي کس ټپیان شوي هم دي.
ورته نور ولولئ: په پاکستان کې پنځه کسان دین ته د سپکاوي په تور په اعدام محکوم شوي
زیاته شوې چې چاودنه داسې وخت شوې چې د امنيتي ځواکونو یو موټر د ګوادر علاقې پر لور روان و. ګوادر د بلوچستان هغه حساسه علاقه ده چې د چين سترې زیربنايي پروژې پکې روانې دي.
په وروستیو کې د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د ناامنیو پېښې ډېرې شوي دي. د فرانسې خبري آژانس د موندنو پر اساس، د روان میلادي کال له پیل راهیسې په دغو ایالتونو کې له ۱۵۰ ډېر کسان چې اکثریت یې پاکستاني ځواکونه دي، وژل شوي دي.
ورته نور ولولئ: بلوچستان: وسله والو د څلور پولیسو په ګډون اته تنه وژلي