آلمان: پوليسو د ممکنه ترهګريزو فعالیتو مخه نيولې ده
۱۴۰۴ تیر ۱۸, چهارشنبهد آلمان ځانګړو ځواکونو د چهار شنبې پورځي په سهار د دغه هيواد په ايسن ښار کي يو ۲۷ کلن ځوان د پلان سويو ترهرګريزو بريدنو د مالي ملاتړ په شک نيولی دی.
د جرمني د نورد راين ويستفالن ايالت د کورنيو چارو وزير هربرت رويل، د ترهګريزو فعاليتونو پر وړاندي د پلټونکو د اقداماتو پر هوډ ټينګار کړی دی.
هغه ويلي دي چي پوليسو دريغ و نه کړ او د ممکنه ترهګريزو فعاليتونو مخه يې ونيله. هغه وويل چي په ايسن کي يو شکمن ۲۷ کلن ځوان د پوليسو د ځانګړو ځواکونو له خوا موقتاً نيول سوی دی.
پر دغه ځوان باندي تور دی چي درغلي يې کړې ده څو د يوه تروريستي بريد مالي ملاتړ وکړي.
رويل وويل چي دغه پيښه ښيي: «داسي کسان سته چي زموږ ارزښتونه او د ژوند سبک له پامه باسي او غواړي چي له منځه يې يوسي.»
هغه وويل چي امنيتي ځواکونه پخپل ټول توان سره هڅه کوي ترڅو «د دغو کسانو» مخه ونيسي. هغه وويل: «هرڅوک چي دلته ترهګريز پلانونه تعقيبوي بايد تمه ولري چي ځانګړي امنيتي ځواکونه به سهار وختي او پر وخت باندي د دوی و دروازې ته ولاړ وي.»
ويل سوي دي چي شکمن کس د بوسنيا هرڅوګووينا تابعيت لري او پتېيل سوې ده چي نن به په دوسلدورف کي محکمې ته حاضر کړل سي.
د آلمان د نورد راين ويستفالن ايالت مرکز دوسلدورف څارنوالۍ ويلي دي چي نن سهار وختي د دغه ايالت د څلور ښارونو په شپږو ځايونو کي پوليسو چاپې وهلي دي.