پولنډ د کډوالو د مخنیوي له پاره نوې هڅې پیل کړي دي
۱۴۰۴ خرداد ۱۰, شنبهد پولنډ حکومت اعلان کړی چې د اروپا ټولنې له ختیځې پولې د بلاروس له لارې د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي لپاره یې یو معلوماتي کمپاین پیل کړی دی.
پولنډ، بلاروس او د هغه متحد هیواد روسیه د دې وضعیت مسؤل بولي او وایي چې دواړه هېوادونه د کډوالو د فشار له لارې هڅه کوي اروپايي ټولنه بې ثباته کړي. خو مسکو او مینسک دا تورونه رد کړي دي.
د روان کال په مارچ میاشت کې، د پولنډ حکومت د پناه غوښتنې حق وځنډاوه؛ دا ګام یې د هغو کسانو د مخنیوي لپاره پورته کړ چې غواړي په غیرقانوني توګه له پولې واوړي. د دې پرېکړې پر وړاندې د بشري حقونو ډلو سخت غبرګون وښود.
د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر، رادوسلاو سیکورسکي، په خپله "ایکس" پاڼه لیکلي: «پولنډ په اغیزمن ډول له خپلو پولو ساتنه کوي. موږ یو معلوماتي کمپاین پیل کړی چې افغانستان، ایتوپیا، اریتریا، سومالیا، پاکستان او مصر ته ځانګړی شوی. دا کمپاین هغو کسانو ته متوجه دی چې غواړي په غیرقانوني لارو اروپا ته ولاړ شي.»
په یوه ویدیو کې چې د دغه کمپاین برخه ده، پولنډي سرحدي ځواکونه ښکاري چې یوه ډله کسان بدرګه کوي، او همداراز پکې د سپیو غپا، د توقف نښې، ولچکونو او د پیسو انځورونه پکې ښکاري.
په دې ویدیو کې په پښتو ژبه ویل کېږي: «که څوک په ناقانونه توګه له سرحد واوړي، پناه نه ترلاسه کوي. هغوی چې تاسې ته یې په اروپا کې د ښه ژوند ژمنې درکړي، ستاسې خوښۍ ته ارزښت نه ورکوي، هغوی یواځې ستاسې پیسو ته ګوري.»
د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت ویاند، پاول ورونسکي، په دې تړاو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «زموږ هدف دا دی چې خلک خپلې پیسې او صحت له لاسه ور نه کړي.» نوموړي زیاته کړې: «تېر کال مو هم یو کوچنی کمپاین درلود، چې له مخې یې په هوايي ډګرونو کې پوسټرونه نصب شوي وو.»
پولنډ د ۲۰۲۲ کال راهیسې، له بلاروس سره پر خپله ۱۸۶ کیلومتره ګډه اوږده پوله، یو پنځه متره لوړ فلزي دیوال جوړ کړی، چې په زرګونو کمرې او د حرکت حس کوونکي وسایل پرې لګول شوي دي، څو د کډوالو تګ راتګ وڅاري او دغه هیواد ته د کډوالو د ناقانونه داخلیدو مخه ونیسي.