پزشکیان افغانستان ته د سفر له لغوه کولو وروسته پاکستان ته ځي
۱۴۰۴ مرداد ۱۱, شنبهایراني رسنیو رپوټ ورکړی دی چې پاکستان ته د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د سفر په درشل کې د اسلام آباد په یو شمیر سړکونو کې د پزشکیان او د ایران د مذهبي مشر علي خامنه اي، انځورنه نصب یا زړول شوي دي. ټاکل شوې ده چې پزشکیان به د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري سره هم وویني.
د اوږد سرحد درلودلو سربیره د دغو دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د تجارتي راکړې ورکړې کچه درې میلیارده ډالرو ته رسیږي.
په تیرو کلونو کې د پاکستان او ایران مناسباتو ډیرې لوړې ژورې درلودلې او په دې وروستیو څو کلونو کې دواړو هیوادونو ترمنځ په سرحدونو کې پوځې نښتې هم رامنځته شوې دي.
خو یوه موضوع چې د پزشکیان سفر یې تر سیورې لاندې راوستلی دی افغانستان د هغه دسفر لغوه کیدل دي. پاکستان ته د ایران د ولسمشر دغه سفر، افغانستان ته د هغه د سفر له لغوه کیدو وروسته ترسره کیږي.
ایراني چارواکو د دې سفر د لغوه کیدو اصلي دلیل نه دی اعلان کړی، خو د افغانستان د چارو کارپوهانو له دویچه ویله فارسي څانګې سره په مرکه کې ویلي چې له ایران څخه د سلګونو زرو افغانانو د اخراجولو په پایله کې «په افغانستان کې د ایران ضد احساساتو زیاتیدل»، د دې سفر د لغوه کیدو اصلي دلیل و.