شیرپاو د افغان مذاکراتو پر ژر پیلیدو ټینګار کړی
۱۳۹۹ بهمن ۲۵, شنبهد افغانستان د سولې مذاکراتو د ځنډیدو سره هم مهاله، پر افغانستان سربیره، پاکستان کې د تاوتریخوالي پيښې مخ پر زیاتیدو دي. په باجوړ کې د ملکیانو پر سیمه د توغندیو برید او د جنوبي وزیرستان په مکین کې د پوځیانو پر یوه پوسته برید شوی دی. د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ویلي دي چې ځوابي برید کې څلور ترهګر هم وژل شوي دي او په سیمه کې د لټون عملیات ادامه لري.
سربیره پر دې، په باجوړ کې د ماموند په سیمه کې د استوګنې پر سیمه تر برید وروسته هم د چاڼیزو عملیاتو د پیلیدو رپوټ ورکړل شوی دی.
په دواړو هیوادونو کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو په هکله د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او د قومي وطن ګوند مشر آفتاب احمد خان شیرپاو د دویچه ویله د اردو څانګې له خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «د افغانستان ستونزه ورځ تر بلې پيچلې کیږي او تاوتریخوالي زیاتیږي. موږ غواړو چې د مذاکراتو بهیر ژر پېل شي. که چیرې مذاکرات بریالي نه شي ښایي تاوتریخوالی نور هم ډیر شي، ځکه چې طالبانو یو ځل بیا د بریدونو د پيلیدو خبرداری ورکړی.»
هغه په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي دي چې دا یو نادره فرصت دی چې د مذاکراتو لړۍ بیا پيل شي. د افتاب احمد خان شیرپاو په خبره د متحده ایالاتو د نوي ولسمشر دا ګام د خوشبینی وړ دی چې زلمي خلیلزاد دې (د سولې د مذاکراتو) چارې پرمخ وړي. د پاکستان د کورنیو چارو دغه پخواني وزیر دا هم ویلي دي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بې باورۍ د فضا د ختمولو له پاره په حکومتي او ولسي کچه باید د هئیتونو سفرونه وشي، څو شته فاصله ختمه شي.»
د تورخم دروازې پرانیستل کیدل
د پاکستان له لوري په اوونۍ کې د شپږو ورځو له پاره د تورخم دروازې د پرانیستل کیدو اعلان کړی چې د جمعې له ورځې راهیسې عملا پرانیستل شوې ده. له دغه سرحدي لارې هره ورځ په زرونو افغانان د درملنې او سوداګریزو چارو له پاره پاکستان ته ځي.
پيښور میشته سوداګر حاجي مجیب د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي چې «د دواړو هیوادونو د عوامو له یو او بل سره د مينې پیوند دی. که په افغانستان کې امنیت وي، پاکستان به هم امن وي.» هغه له افغان حکومت غوښتنه کړې ده چې په پاکستان کې میشتو افغان مهاجرو ته دې پاملرنه وکړي، ځکه چې پاکستان نه یوازې هغوی ته پناه ورکړې بلکې دلته په لسګونو زره کسان په کاروبارونو هم بوخت دي.
فرید الله خان، پيښور