رواداري: د طالبانو په زندانونو کې بندیان شکنجه شوي
۱۴۰۴ تیر ۴, چهارشنبهد روادارۍ بشري حقونو بنسټ د سې شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د جولای ۲۴) په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا نیول شوي کسان د توقیف له لومړیو مرحلو څخه تر خوشې کیدو پورې ډول ډول شکنجې او بد چلند تجربه کوي.
په دغه راپور کې چې د طالبانو لخوا نیول شويو ۳۴ کسانو سره یې په ترڅ کې مرکې شوي، وايي: «په دې چلندونو کې د فزیکي او رواني شکنجې مختلف ډولونه، جنسي ځورونه، په یوازیتوب بند او شخصي زندانونو کې اوږدمهاله توقیف، په قصدي ډول د روغتیا او طبي خدماتو څخه محرومیت، وکیل ته نه لاسرسی، له خوړو څخه محرومیت، سپکاوی او نور غیر انساني شرایط شامل دي.»
د قربانیانو فزیکي شکنجه
د روادارۍ سازمان راپور وايي چې وهل ټکول، په درو وهل، له چت څخه ځړول، مصنوعي ډوبول، د قربانیانو په سرونو پلاستیک اچول، په پښو کې سوري کول، د نوکانو او غاښونو ایستل، برقي شاکونه او چپه ولچک هغه طریقې وې چې طالبانو د اعتراف او معلوماتو ترلاسه کولو یا د قربانیانو د ګواښلو او ډارولو لپاره کارولي دي.
د فزیکي شکنجې قربانیانو ویلي چې د توقیف او پوښتنو ګرویږنو پرمهال، دوی د سوکانو او لغتو، د ټوپک په میلونو لرګیو، زنځیرونو، د اوبو پایپونو، رسیو، قلفونو او زنځیرونو، او کیبلونو سره د دوی د بدن په حساسو برخو لکه سر، غاړې، مخ، شا، لاسونو او پښو وهل شوي دي.
د روادارۍ سازمان راپور وايي چې طالبانو دا کړنې په قصدي ډول او د دې لپاره ترسره کړې چې دوی اعتراف کولو ته اړ کړي او معلومات ترې واخلي.
په راپور کې د یوې قرباني له خولې ویل شوي: «دوی زما جامې وایستلې، زما په بدن یې اوبه واچولې یو کس زما په پښو کښېناست، او یو زما سر کلک ونیوه، او دومره یې ووهلم چې ما وویل، خدایه، مرګ، یوازې مرګ او هره شیبه مې مرګ غوښته.»
د شکنجې دې قرباني یاد سازمان ته ويلي: «ځینې وختونه دوی زما جامې ویستلې او په شا به یې په داسې زنځیر وهلم چې سر به یې له تیغونو ډک و چې زما بدن به یې سیرې کاوه. او هر ځل یې چې وهلم وینې به روانې شوې او بې هوښه به شوم. درې یا څلور ځله کله چې ما مقاومت وکړ، دوی په هماغه زنځیر شکنجه کولم.»
جنسي ځورونه
یو شمیر کسانو رواداري ته ویلي چې دوی د طالبانو په توقیف کې د جنسي ځورونو مختلف ډولونه تجربه کړي دي. د دوی څخه دوو وویل چې دوی د توقیف پرمهال بربنډ شوي وو، او د اوو مرکه شویو میرمنو څخه یوې وویل چې طالبانو د شکنجې پرمهال د بدن په لمس کولو سره ځورلې ده.
د دې ډول ناوړه چلند یوه قرباني وویل: «... لومړی دوی ما ته ګواښ وکړ، ویې ویل چې ته باید خبرې وکړې او د خپلو هم لاسو په اړه موږ ته معلومات راکړې. کله چې ما ځواب ورکړ چې زه هیڅوک نه پیژنم، دوی زه بربنډ کړم او له ما یې ويډو واخیسته.»
رواني شکنجه او قومي او مذهبي سپکاوی
د راپور له مخې، د دې څیړنې ټولو ۳۴ مرکه شویو کسانو ویلي چې د نیول کیدو له شیبې څخه تر خوشې کیدو پورې او په ځانګړي ډول د پوښتنو ګرویږنو پرمهال د رواني شکنجو له مختلفو بڼو سره مخ شوي دي. د دوی یو شمیر کسانو ویلي چې دوی د قومي او مذهبي سپکاوي سره مخ شوي دي.
په راپور کې راغلي: « توهین او سپکاوی، خرابې خبرې کول، د وژنې ګواښونه، اعدام یا سنګسار، د قربانیانو او د هغوی د کورنۍ غړو د سرونو پرې کولو ګواښونه، د قربانیانو د کورنۍ غړو د نیولو ګواښونه، قومي او مذهبي سپکاوی، په یوازیتوب بند کې اوږدمهاله توقیف، او په جبري ډول اعترافونه د دې ډول شکنجو له میتودونو څخه وو.»
رواداري ویلي دي چې د یو شمیرقربانیانو د سپکاوي له پاره لکه د «هزاره کافر» او «هزاره پدر لعنت» له عبارتونو څخه استفاده شوې ده. د دا ډول تحقیرونو یوه قرباني ویلي دي: «د دې له پاره چې زه هزاره وم ډیر یې توهینولم، ویل یې پر تا باندې هر ډول تعرض په ښکاره ډول روا دی....زه به یې په کافر مطلق مخاطبولم او ویل به یې چې باید زمونږ د مذهب پیروي وکړئ.»
رواداري د یوه قرباني په نقل په خپل رپوټ کې لیکلي دي: «له هم هغه پيل راهیسې یې ماته د قوم او مذهب پر بنسټ ښکنځل کول. ماته به یې کافر او رافضي ویل. پوښتنه به یې کوله چې کلیمه دې زده ده؟ زه به یې مجبورولم چې کلیمه ووایم، بیا به یې ویل نه ته کافر یې باید داسې ووایې.»
د شکنجې قربانیان کوم کسان ول؟
د روادارۍ په وینا طالبانو له شکنجې څخه د مدني اعتراضاتو او عدالت غوښتنې د سرکوبه کولو او همدرانګه د پخواني حکومت له کارمندانو په ځانګړي توګه د مخالفین او منتقدینو څخه د غچ اخیستې له پاره استفاده کړې ده.
د دې رپوټ مرکې د ۲۰۲۵م کال د اپریل د ۹ نیټې او جون د ۳ ترمنځ اخیستل شوي دي.
رواداري ویلي دي چې د طالبانو د استخباراتو ادارې مامورینو «قربانیان د تفریح او سات تیرۍ له کبله هم شکنجه کړي دي او یو شمېر نور حتی له آزادیدو وروسته زورول شوي دي.»
په دې څیړنه کې د ۷ ښځو په ګډون له ۳۴ هغو کسانو سره په مستقیم ډول مرکه شوې ده چې د طالبانو یو وار بیا واک ته له رسیدو وروسته نیول شوي او بندیان شوي دي.
په دې رپوټ کې راغلي دي چې دغه افراد د ۲۰۲۱م کال د اګست د ۱۵ او د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ میاشتې د ۴ نیټې ترمنځ نیول شوي دي.
رواداري ویلي دي چې ټولې مرکې د نیول شوو کسانو له خوشې کیدو وروسته ترسره شوي دي چې د هغو له ډلې ۲۲ تنه یې اوس له افغانستانه دباندې ژوند کوي. د دغه رپوټ پر بنسټ قربانیان د پخواني حکومت کارمندان، مدني فعالان، خبریالان او د بشري حقونو مدافعین دي.
دغه بنسټ ویلي دي چې طالبانو د بندیانو د اساسي حقونو د ملاتړ له پاره ټول مؤثر قانوني جوړښتونه، د اساسي قانون او نورو اړوندو داخلي قوانینو په لغوه کولو سره لمنځه وړي دي او دې کار شکنجه ورکوونکو ته له مجازاتو څخه د مطلق مصئونیت فضاء برابره کړې ده.
روادارۍ ویلي دي چې اړونده نړیوال بنسټونه او سازمانونه باید په دې رپوټ کې موندنو او وړاندې شوو اطلاعاتو ته چې د قربانیانو د اول لاس معلومات دي، جدي پاملرنه وکړي.
د دغه بنسټ په حواله د طالبانو تر کنترول لاندې د آزادۍ سلبولو مرکزونو وضعیت ته د رسیدگۍ، قربانیانو د شکنجې د دوام او ناوړه چلند د مخنیوي او اغیزمن ملاتړ د تامینولو له پاره دې عاجلو اقداماتو ته زمینه سازي وشي.
طالبانو تر اوسه پورې د دې رپوټ په اړه څه نه دي ویلي، خو په تیرو وختونو کې یې دې ته ورته مواردو کې دا ډول چلند رد کړی دی.