د نيويارک پر والي د جنسي ازار تورونه او د استعفی غوښتنې
۱۳۹۹ اسفند ۲۳, شنبهد نيويارک والي، اندريو کومو هغه غوښتني نه مني چي پکښي ورڅخه د هغه د خپل ګوند بانفوذو سياستوالو د استعفی غوښتنه کړې ده. له نيويارک څخه د امريکا په سنا کي د موکرات ګوند استازي، چک شومر او له ياد ايالت څخد دويمي استازي کيرستن ګيليبراند په ګډه د نیویارک ښار له والي اندریو کومو څخه غوښتي چي خپله چوکۍ خالي کړي.
د نيويارک يادو سناتورانو ويلي: «د څو ځله د باور وړ جنسي زهيرونو د تورونو او ناسم چلن وروسته روښانه سوې چي والي اندريو کومو د خپلو حکومتي ملګرو او په نيويارک کي د انسانانو اعتماد بايللی دی. والي کومو بايد مستعفي سي.» دا د هغه وروسته چي يوې مېرمني پر هغه د جنسي ازار تورونه ولګول. دا ۷مه مېرمنه ده چي پر هغه دا ډول تورونه لګوي.
شومر او ګيليبراند د هغو مېرمنو زړه ورتوب ستايلی دی چي دغه تورونه يې عامه محضر ته وړاندي کړي دي. له دې مخکي د استازو د جرګې بعضي دموکرات استازو هم د کومو د استعفی غوښتنه کړې وه. د استازو په جرګه کي نامتو استازي اليکزاندريا اوکاسو کورتيڅ غوښتلي ول چي د باوري تورونو وروسته د اندريو کومو له پاره نوره ممکنه نه ده چي د نيويارک ايالت حکومتي چاري په اغېزمنه توګه پر مخ بوزي.
د استازو په جرګه کي د قضايي جرګه ګۍ رئيس، جېري نادلر ويلي چي اندريو کومو په نيويارک کي د خلکو اعتماد له لاسه ورکړی دی او بايد مستعفي سي.
«زه له دندې نه لاس پر سر کيږم!»
خو د نیویارک ښار والي اندريو کومو د جمعې په ورځ و رابلل سوی خبري کانفرانس ته وويل: «زه د ايالت د خلکو له خوا ټاکل سوی يم. زه د سياستوالو له خوا نه يم ټاکل سوی. ما هغه څه چي د کولو تور يې راباندي پوري کړل سوی دی، نه دي کړي. او بس!»
يو شمير مېرمنې پر والي کومو تور لګوي چي په جنسي توګه يې ازار کړي دي او په زياته د ناوړه چلن او ناوړه الفاظو له لاري يې کړولي دي. اندريو کومو بخښنه غوښتې خو پر دې يې ټينګار کړی دی چي هيڅکله يې چا ته په ناوړه توګه لاس نه دی وروړی. نوموړي ژمنه کړې چي د نيو يارک د قضايي وزيري، لېتيڅيا جېمز له خوا راوبلل سوي تحقيقي ډلې سره به پوره همکاري وکړي. دغه تحقيقات د هغه د له دندې ليري کولو پايلامه هم ګرځېدلای سي.
کومو له لسو کالو راهيسي د نيويارک ايالت والي دی. د نيويارک په پارلمان کي په لسونو استازو له هغه څخه فاصله نيولې ده.
آ./ا.ا./ا.خ.ح.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: