«په افغانستان کې پاتې شوې امريکايي وسلې د اندېښنې وړ دي»
۱۴۰۳ بهمن ۱۱, پنجشنبهد پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند شفقت علي خان، د چهار شنبې په ورځ د امريکايي ځواکونو د وتلو پر وخت په افغانستان کې د پرېښوول شويو عصري پوځي وسايلو له اړخه پر متوجې خطرونه رڼا واچوله او ټینګار یې وکړ چې دغه وسلې د پاکستان او د دغه هيواد د وګړو د امنيت په تړاو د اندېښنې باعث ګرځيدلي دي.
نوموړي وويل چې پاکستان د کابل پر چارواکو په تکرار سره ټينګار کړی دی چې ټول اړين ګامونه پورته کړي څو دا وسلې د ترهګرو لاسونو ته ونه رسيږي.
امريکايي پوځي وسايل چې الوتکې، له ځمکې څخه ځمکه ويشتونکي وسلې، موټر او مخابراتي ابراز پکې شامل دي، د امريکا په مشرتوب اتحاد تر انخلا وروسته په افغانستان کې پاتې شوي دي.
د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې له افغانستان څخه د وتلو پر وخت امريکايي عسکرو تر ۷۰ ډېرې الوتکې، يو شمير زري موټر او د هوايي دفاع سیسټم له کاره غورځولی وو، خو د وسلو او نورو وسايلو يوه ستره ذخیره هلته پاتې شوې وه چې طالبانو پرې ولکه کړې وه.
د پاکستاني رسنيو د رپوټونو په حواله دا وسلې اوس د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو ترهګرو ډلو لاسونه ته لوېدلي دي، لکه پاکستان او نورو چې ورته اشاره کړې ده.
په اسلام آباد کې حکومت په څو ځلي د سرحد له بلې غاړې څخه د سختدريځو له لوري د افغان خاورې د کاريدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او ملګرو ملتونو د ټي ټي پي په څېر له نورو ترهګرو ډلو څخه د ټولو وسلو د بيرته ترلاسه کولو له پاره د «ګډ کمپاين» غوښتنه کړې ده.
ترمپ، بايدن او طالبان په دې اړه څه وايي؟
طالبانو کابل ته تر رسېدو سملاسي وروسته په تېره بيا پوځي تجهیزات په خپله ولکه کې کړل چې دې د پاکستان امنيتي ننګونې لا پسې ډېرې کړې.
د امريکا متحده ايالاتو د پخواني ولسمشر جو بايدن، ادارې ويلي ول چې امريکايي ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو پر وخت هېڅ داسې وسله نه ده پرېښې چې ترهګر یې د پاکستان د په نخښه کولو له پاره وکارولی شي.
خو د جنورۍ پر ۲۰مه نيټه د لوړې د مراسمو په ورځ په يوه غونډه کې ولسمشر دونالد ترمپ، د بايدن، حکومت ته په اشارې سره وويل: «دوی زموږ د پوځي وسايلو يوه لويه برخه دښمن ته ورکړه.»
اړونده موضوع: ټرمپ: افغانستان کې د امریکا وسلې بازارونو کې پلورل کېږي
ترمپ، له افغانستان سره مرسته د پوځي وسايلو په بيرته ورکړې پورې مشروطه کړې ده. نوموړي په دې تړاو د خپلې ادارې پر دريځ ټينګار وکړ او ویې ويل: «که موږ د کال په ميلياردونو ډالر ورکوو نو هغوی [طالبانو] ته وواياست چې تر څو زموږ پوځي وسايل بيرته رانه کړي، موږ به هم پېسې ور نه کړو.»
خو طالبانو د وسلو د بيرته ورکړې خبره رد کړې ده او برعکس یې پر امريکا ټینګار کړی دی چې له داعش سره د مبارزې په موخه دي دوی ته نوره عصري وسله ورکړي.
پاکستان نور څه ويلي؟
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل: «په افغانستان کې د عصري جنګي وسلو شتون چې د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې د امريکايي ځواکونو تر انخلا وروسته هلته پاتې شوې وې، يوه ستره مسئله ده. دا د پاکستان او د دغه هېواد د وګړو د امنيت او تحفظ له پاره د اندیښنې وړ ده.»
شفقت علي خان، وويل چې دا وسلې د ټي ټي پي په ګډون ترهګرو ډلو په پاکستان کې په بريدونو کې کارولي دي.
په پاکستان، په ځانګړي توګه بلوچستان او خيبر پښتونخوا ايالتونو کې په ۲۰۲۴م کال کې او په ټولیزه توګه د ۲۰۲۱م کال تر اګست میاشتې وروسته د ترهګرۍ سره په تړلو پېښو کې ډېروالی ليدل شوی دی.
د پاکستان تحريک طالبان ډلي يا پاکستاني طالبانو په ۲۰۲۲م کال کې د پاکستان له حکومت سره د اوربند يو حساس تړون مات کړ، چې تر هغه وروسته په ترهګریزو بريدونو کې ډېروالی راغلی دی.
د ۷ ميليارده ډالرو په ارزښت پوځي وسایل
د امريکا د دفاع وزارت د ۲۰۲۲م کال په خپل يوه رپوټ کې ويلي ول چې د ۷ میليونو ډالرو په ارزښت پوځي وسايل په افغانستان کې پاتې شوي دي چې ډېر یې ډېر ژر طالبانو په خپل لاس کې اخيستي دي.
اړونده موضوع: د طالبانو له واک سره د وسلو پلور خورا لوړ شوی دی
که څه هم چې امريکايي پوځيانو له افغانستان څخه د وتلو په وروستيو اونيو کې هڅه وکړه خپل ځيني ابراز او وسايل له منځه يوسي، خو د پوځي وسايلو د پام وړ مقدار یې پر دې سربیره هم د طالبانو لاسو ته ولوېد.
له افغانستانه د امريکایي ځواکونو د وتلو په ترڅ کې ګډوډۍ د سختو نيوکو سره مخامخ شوه. د ترمپ، د لومړۍ دورې پر وخت له طالبانو سره د امريکايي عسکرو د را ایستلو تړون لاسلیک شوی وو، خو دا تړون د ولسمشر جو بايدن، په دوره کې عملي شو.