پاکستان: په یوه بمي چاودنه کي سخته مرګ ژوبله اوښتې
۱۴۰۰ مرداد ۲۴, یکشنبهاعلان
د کراچي د پولیسو یوه ویاند ویلي، چي په وژل سوو کسانو کي شپږ ښځي او څلور کوچنیان موجود دي.
ویل کیږي، چي پرون شنبه (د اګست میاشتي ۱۴ مه) پرموټرسایکل باندي سپور یوه شکمن مجرم د واده پر یوه کوچني بس «میني بس» باندي لاسي بمونه وروغورځول، په کوم کي چي د واده تر شلو ډیر میلمانه سپاره وه.
که څه هم په اول سر کي د دغه برید د سرته رسونکي او انګیزې په باب یې دقیق معلومات موجود نه وه، خو وروسته هغه د داسي یوه کوښښ په حیث درجه بندي سو، د کوم پواسطه چي په ۱۹۴۷ م کال کي د بریتانیا څخه د استقلال اخیستني تجلیل مختل سي.
د پولیسو ویاند همدارنګه ویلي دي، چي اوس کوښښ کیږي دا معلومه سي، چي ایا دغه حمله د یوې اتنیکي او که افراطي ډلي د ترهګرانو لخوا تر سره سوې ده.
آ./م.ق./ا.ا.