د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزيرستان کې یې ۱۴ وسله وال وژلي
۱۴۰۴ خرداد ۱۴, چهارشنبهد پاکستان امنيتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان کې د تندلارو پر يوه پټنځای د چاپې پر وخت ۱۴ وسله وال وژلي دي. د پاکستان پوځ نن، چهارشنبه د يوې اعلاميې په ترڅ کې وويل چې دا عمليات تېره شپه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي.
پوځ ويلي چې وژل شويو سخت دريځو د «تحريک طالبان پاکستان» يا «ټي ټي پي» له منع شوې ډلې سره تړاو درلود. زياته شوې چې تر عملیاتو وروسته په سيمه کې د تصفيې عمليات روان دي څو د سختدريځو نور پټنځایونه هم نخښه کړل شي.
اړونده موضوع: راپور: مارچ مياشت په تيره يوه لسيزه کي په پاکستان کې تر ټولو خونړۍ وه
پوځ ويلي دي چې هند په پاکستان کې ترهګرۍ ته د لمن وهلو په موخه د ټي ټي پي او د «بلوچ لیبریشن آرمي» يا «بي ال ای» په څېر ډلو تر شا ولاړ دی. پاکستاني چارواکي دا دريځ لري چې دا ډلې د هند تر سرپرستۍ لاندې په پاکستان کې د بې ثباتۍ د رامنځته کولو له پاره هلې ځلې کوي.
هند تر اوسه غبرګون نه دی ښوولی
بل لوري ته د نوي ډيلي له لوري په سملاسي توګه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښوول شوی. د يادولو وړ ده چې د هند او پاکستان ترمنځ اړيکې په دې وروستيو کې ډېرې خړې پړې دي، په ځانګړي توګه د کشمیر پر سر د دواړو لوريو ترمنځ پر سرحد کې هم نښتې هم شوي دي.
اړونده موضوع: هندي سرتیرو پر سرحدي پوله یو پاکستانی تبع وژلی
پاکستاني طالبانو چې په ټي ټي پي هم مشهور دي، هغه وخت یې خپلو بريدونو ته زور ورکړ چې په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل. د پاکستان د حکومت په حواله د ټي ټي پي ډېرو مشرانو او جنګيالو په افغانستان کې پناه اخیستې ده.
په تېرو څو کلونو کې شمالي وزيرستان په ځانګړي توګه د سختدريځو پر پاخه سنګر بدل شوی دی او په د پاکستان پوځ هم دلته فعاليت کوي څو دغه ډله له منځه يوړله شي.
د پاکستان پوځ وايي چې دغه ډول ترهګرې ډلې په هېواد کې د امنيت د له منځه وړلو هڅه کوي او پر ضد یې به یې عمليات په دومداره توګه روان وي.