پاکستان کې پنځه کسان دین ته سپکاوي په تور په اعدام محکوم شوي
۱۴۰۴ فروردین ۶, چهارشنبهد پاکستان د څارنوالۍ یوه وکیل د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د مارچ ۲۶مه) د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې دغه پنځه کسان «دیني مقدساتو ته د سپکاوي کوونکو محتویاتو د خپرولو» په دلیل په اعدام محکوم شوي دي.
راو عبدالرحیم، زیاته کړه: «پنځه واړه تورن د سپېڅلي پيغمبر پر ضد د سپکاوي کوونکو محتویاتو د خپرولو په دلیل په اعدام محکوم شوي، له دې جلا دوی ټولو ته، قرانکریم ته د سپکاوي په خاطر پر عمر قید سزا او د مذهبي احساساتو د زیانمولو په خاطر په لس لس کاله بند محکوم شوي دي.»
ورته نور ولولئ: سعودي عربستان کې د ريکارډ په کچه اعدامونه؛ ۱۰۱ تنه پکې بهرنیان دي
د یو بل خبر له مخې د پاکستان د لاهور ښار پولیسو، اسلام ته د سپکاوي قانون پر اساس د رجب بټ په نوم د یوه پاکستاني یوټيوبر پر ضد دوسیه درج کړې ده. بټ چې په میلیونونو فالورز لري، د «مذهبي احساساتو په زیانمنولو» تورن دی.
بټ چې له پاکستانه بهر شوی په یوه خپور شوي ويډيويي پیغام کې ېې بخښنه غوښتې ده. هغه دغه ويډيو په سعودي عربستان کې د کعبې مخې ته ثبت کړې ده.
خو د لاهور پولیسو د چهارشنبې په ورځ وویل چې تورن رجب بټ، به هرکله چې پاکستان ته راستون شي، وبه نیول شي.
ورته نور ولولئ: پاکستان: د يوه سړي د وژني په تور ۲۳ کسان نيول سوي
بټ، وروسته له هغې تر نیوکو لاندې راغی چې خپل یو عطر یې د ۲۹۵ په نوم خپور کړ. ۲۹۵ د پاکستان مقدساتو ته د سپکاوي قانون کوډ دی. په همدې دلیل د هغه دغه اقدام دین ته سپکاوی ارزول شوی دی. بټ، په دغه ويډیو کې چې اوس حذف شوې ده، د یو هندي رپر سیدهو موسه والا، ۲۹۵ په نوم سندره اجرا کړې او وايي چې دوی دواړه له دغه قانون څخه اغیزمن شوي دي.
ورته نور ولولئ: په سعودي عربستان کې پنځه پاکستانیان اعدام شوي
د پاکستان ښي اړخي افراطي ګوند، تحریک لبیک پاکستان (TLP) کوم چې د پاکستان د دغه قانون سخت پلوی دی، د رجب بټ، پر وړاندې یې د قانوني اقداماتو غوښتنه کړې ده.
اوس دغه موضوع په پاکستان کې پر ټولنیزه رسنۍ اکس، پر یوه مهم ټریند اوښتې چې د رجب بټ، له هشتګ سره خپريږي.
په پاکستان کې له ۱۹۸۰م کال راهيسې ديني مقدساتو ته سپکاوي ته سزاوې ورکول کيږي چې د اسلام پیغمبر ته توهین هم په پکې شامل دی. دغه قانون په ځینو شدیدو قضیو کې د اعدام حکم هم ورکوي.