پاکستان: په اتوو قضيو کې د عمران خان ضمانت منظور کړل شوی
۱۴۰۴ مرداد ۳۰, پنجشنبهخو د پاکستان د دغه پخواني لومړي وزير او د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آی) ګوند د مشر پر وړاندې يو شمیر نورې دوسیې هم پرانيستي دي.
عمران خان، د ۲۰۲۳م کال له اګست میاشتې راهېسې د دولتي ډاليو (توشه خانه) په قضیه کې زنداني دی او دمګړۍ په اډياله زندان کې د ۱۹۰ ميليونو پونډو د اختلاس د قضیې په ترڅ کې د بند سزا تېروي. پر دې سربیره نوموړی د می د نهمې نېټې د پېښو اړوند يو شمیر دوسیو سره هم مخامخ دی.
اړونده موضوع: پاکستان: عمران خان د ۱۴ کلونو بند په سزا محکوم شوی
د پاکستان د ډان نيوز رسنۍ په حواله د پاکستان د قاضي القضات يحيی آفريدي، په مشرۍ درې کسیز منصفه هیئت چې قاضي محمد شفيع صديقي او ميا ګل حسن اورنګزیب، هم پکې شامل ول، نن د دې قضیې په اورېدو پېل وکړ.
د عمران خان، وکيل سلمان صفدر، محکمې ته وويل چې په ټولو اتوو قضيو کې پر نوموړي تر اوسه تورونه هم نه دي واضح کړل شوي. قاضي القضات د دې په ځواب کې وويل: «بس همدا بسنه کوي. موږ ضمانت منظوروو.»
اړونده موضوع: طالبان: د پاکستان حکومت په سونو افغانان په لاریون کې د ګډون په تور نیولي
د دواړو لوريو د دلايلو تر اوريدو وروسته د محکمې له خوا وويل شول: «د پېښې وروسته تر نیول کيدو پورې تورن تر دوو میاشتو پورې په ضمانت آزاد وو. آیا د پوليسو له پاره د دوو میاشتو موده کافي نه وه چې خپلې پلټنې یې بشپړې کړې وای.»
د پاکستان د جيو نیوز په حواله د پاکستان تحريک انصاف ګوند د سترې محکمې پريکړه د «وکټري فار عمران خان» يعني «عمران خان له پاره بريا» د هيش ټیګ سره د ايکس شبکې له لارې وستايله.
په دې تړاو نور څومره پوهيږو؟
د ۲۰۲۳م کال د می میاشتې پر نهمه نیټه په اسلام آباد کې د عمران خان، د نيول کيدو پر ضد د پي ټي آی له لوري د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د احتجاج په ترڅ کې يو شمیر له تاوتريخوالي ډکې پېښې رامنځته شوې چې تر هغه وروسته د پي ټي آی ګوند مشرتابه او مشرانو په ګډون د سونو غړيو پر وړاندې شکايتونه ثبت شوي دي.
تر ټولو ډېرې دوسیې د پاکستان پر بېلا بېلو پوځي مرکزونو د هجوم وروړلو او هلته د تخریب له امله وې. ۱۰۲ تورن کسان په پوځي محکمو کې محاکمه شول او سزاوې ورته واورول شوې.
اړونده موضوع: د پاکستان نظامي محکمو د عمران خان ۲۵ پلويان محکوم کړل
په دې وروستيو اونیو کې د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د ترهګرۍ ضد ځانګړو محکمو د ۲۰۲۳م کال د می د نهمې نیټې په پېښو کې د لاس درلودو له امله د تحريک انصاف ګوند يو شمیر د پارلماني غړيو او مشرانو ته سزاوې ورکړې.
د لاهور لوړې محکمې (های کورټ) د جون میاشتې پر ۲۴ د می د نهمې نیټې اړوندو اتوو قضيو کې د عمران خان، د ضمانت غوښتنليکونه رد کړي ول چې تر دې وروسته سترې محکمې ته مراجعه وشوه.